ويب ډيسک
د اسرائیل صدراعظم بنيامین نتنیاهو وایي په سوریه کې هغه ستراتيژيک نظامي تاسیسات او وړتیاوې له منځه وړي چې د بشر الاسد په مشرۍ له پخواني حکومته پاتې شوي دي.
نوموړی وایي یاد اقدام په دې خاطر کوي چې پاتې شوي تاسیسات او تجهیزات د جهادي ډلو لاس ته ور نه شي.
هغه په یوه ویډیويي کلپ کې وايي په سوریه کې د لاسوهنې نیت نه لري، خو خپل امنیت په قطعي ډول ټینګوي.
نتنیاهو زیاتوي د سوریې له نوي رژیم سره عادي اړیکې غواړي، خو په وینا یې که چېرې یاد رژیم ایران ته په سوریه کې د استقرار فرصت ورکړي، نو د بشر الاسد د رژیم پر برخلیک به اخته شي.
د یادونې وړ ده چې د بشر الاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته اسرائیلي ځواکونه د سوریې خاورې ته ننوتل او د هغوی په وینا «دفاعي عملیات» یې پیل کړل.
بل خوا راپورونه خپاره شوي چې اسرائیلي هوایي ځواکونو سوریه کې دننه نږدې ۳۰۰ ځایونه بمبار کړي دي.


