سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټرمپ :د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه...

ټرمپ :د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه کړي

ويب ډيسک

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې، که د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه کړي، نو د دې هېوادونو پر وارداتو به سل‌‌سلنه تعرفه وضع کړي.

بریکس د اقتصادي همکاریو ټولنه ده چې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا په ګډون یوشمېر هېوادونه غړیتوب په‌کې لري.

ښاغلي ټرمپ پرون (د نوامبر ۳۰مه) د ټروت یا حقیقت په نوم پر ټولنیزه شبکه ولیکل چې، د دې لپاره چې بریکس د ډالر پرځای په خپل یا په بل پولي واحد راکړه ورکړه ونه‌‌‌کړي، یوه کلکه ژمنه په کار ده.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، د بریکس غړو تېره میاشت د روسیې په کازان ښار کې په خپله غونډه کې له ډالرو پرته په نورو اسعارو د راکړې ورکړې او د سیمه‌يیزو پولي واحدونو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه