ويب ډيسک
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره بولي او همداراز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره اسلامي امارت باید د پروسس د فابریکو د جوړولو تر څنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د زمردو د کانونو د استخراج لپاره د دغه وزارت لخوا ۶۰۰ جوازونه وېشل شوي او د استخراج په بهیر کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.


