دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ د هغو افسرانو لپاره نظامي محكمه جوړه کړي چې له افغانستانه...

ټرمپ د هغو افسرانو لپاره نظامي محكمه جوړه کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروسه کې ښکېل دي

ويب ډيسک

اېن بي سي نیوز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، احتمال لري چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو افسرانو لپاره نظامي محكمه جوړه کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروسه کې ښکېل دي.

د دغه راپور پربنسټ، د ټرمپ د واک د لېږد ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځي افسرانو لېست چمتو کوي چې له افغانستانه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو او ښايي پوځي محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شي.

یوې باخبرې سرچینې د يادې طرحې په اړه دغه خبری شبکې ته ویلی چې «له افغانستانه د وتلو په تړاو تورونه له امریکا سره د خیانت تر حده»مطرح دي.

له بلې خوا دغې خبري شبکې ویلي چې د ډونلډ ټرمپ د واک د لېږد ټیم په پام کې لري چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بیا کتنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي.

ياد راپور د سرچینو په حواله ویلي چې د نشه يي توکو او نړیوالو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د دفاع وزارت پخواني مرستیال معاون مټ فیلن به د دې کمېسیون مشري پرغاړه ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه