سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسواد نړیواله ورځ :شاوخوا اتیا سلنه افغانان د لیک لوست له زده‌کړې...

سواد نړیواله ورځ :شاوخوا اتیا سلنه افغانان د لیک لوست له زده‌کړې لرې پاتې دي

ويب ډيسک

دا ورځ له ۱۹۶۷م کال راهیسې په نړۍ کې هر کال نمانځل کېږي او سږ کال د “څو ژبو زده‌کړو ته وده ورکول، د دوه اړخیز تفاهم او سولې لپاره سواد” د دې ورځې شعار بلل شوی دی.

سږ کال یوځل بیا دا ورځ داسې مهال راځي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت لاندی د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

یونسکو نن پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخوانې ټویټر سواد د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بللی دی او زیاته کړې یې ده چې سواد “د نورو بشري حقونو، لویو آزادیو، او نړیوال تابعیت څخه د ګټې اخیستنې دروازې پرانېزي.”

یونسکو په دې بیان کې زیاته کړې چې “سواد د خلکو لپاره د پراخې پوهې، مهارتونو، ارزښتونو، او چلندونو د ترلاسه کولو لپاره یو بنسټ دی چې د برابرۍ، غیرې تبعیض، د قانون حاکمیت، پیوستون، عدالت، تنوع او زغم پر بنسټ د تلپاتې سولې کلتور ته وده ورکوي.”

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پرته له دې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي پیل شو چې یوازې هلکانو ته اجازه ورکړل شوه چې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو ته ستانه شي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهسیې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو “تر راتلونکي امره” محرومې شوې دي.

ځینې نړیوالې احصايي اټکل کوي چې دا مهال شاوخوا اتیا سلنه افغانان د لیک لوست له زده‌کړې لرې پاتې چې لویه برخه یې ښځې او نجونې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه