دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسږ کال به افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه خلک خوراکي توکو ته...

سږ کال به افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه خلک خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري

ويب ډيسک

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) سږ کال په افغانستان کې د خوړو د سخت نه‌خوندیتوب خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان کال به ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ شي، او په دې کې به شاوخوا دوه میلیونه خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغان ماشومانو خوارځواکۍ ته په اشارې ویلي چې دا مهال دلته ۲٫۸ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د خوړو د نه‌خوندیتوب لاملونه وروستي سیاسي بدلونونه، بې‌روزګاري او له ګاونډیو هېوادونو د سلګونه زره افغان کډوالو راستنېدل بللي دي.

خو د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسوولینو بیا په افغانستان کې د خوړو د نه‌خوندیتوب اصلي لاملونه پر افغانستان وضع شوي نړیوال بندیزونه، د اسعاري زېرمو کنګل او د اقلیمي بدلون پایلې بللي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه