دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو بس چپه شوی چې ۵۱ تنو...

ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو بس چپه شوی چې ۵۱ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې

ويب ډيسک

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د پاکستاني زیارت کوونکو یو مسافر وړونکی بس چپه شوی او بیا اورلګېدنه په کې شوې چې له امله ۲۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

راپور کې راغلي، په دغه موټر کې ټول سپاره کسان پاکستانیان وو او اربعین مراسمو لپاره یې غوښتل عراق ته ولاړ شي.

اربعین د شیعه مذهبه مسلمانانو د مذهبي دود او لویې غونډې په توګه پېژندل کیږي چې په کې ګډونوال د کربلا پر لور پلی سفر کوي، ترڅو د حسین بن علي، د شیعه ګانو د دریم امام، د شهادت له څلوېښتۍ وروسته په دې مقدس ځای کې سره راټول شي. دا مراسم د نړۍ له لویو سوله ایزو غونډو څخه ګڼل کیږي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لویه کلنۍ پلې او عامه غونډه ګڼل شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه