دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان پارلمان په ارشیف کې خوندي ګڼ شمېر اسنادونه موږکانو خوړلي...

د پاکستان پارلمان په ارشیف کې خوندي ګڼ شمېر اسنادونه موږکانو خوړلي دي.

ويب ډيسک

د راپورونو له مخې دغه موږکان دومره غټ دي چې ګڼ شمېر اسنادونه یې خوړلي او ګڼ نور یې زیانمن کړی دي، د پاکستان پارلمان ددغو موږکانو له شر څخه د ځان خلاصولو په موخه تر یو ملیون زیاته بودجه ځانګړي کړې.

 

د پاکستان پارلمان ویاند ظفر سلطاني بي بي سي پښتو ته ویلي چې ډېر موږکان د ودانۍ په لومړي پوړ کې دي چیرته چې د کمېټو دفترونه دي.

 

په دغه پوړ کې د سیاسي ګوندونو د پارلماني غړو او د وزارتونو د کمېسیونونو د ناستو ترڅنګ په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د مشر دفتر او د پارلمان رسټورانټ هم شتون لري چې د پارلمان غړي‌ پکې وخت ناوخت خواړه خوري.‌

 

ظفر سلطاني دغه راز ویلي چې موږکان دومره لوی دي چې ښایي پشوګانې هم ترې وویرېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه