دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان په خاران والسوالۍ کې د ګوزڼ پیښه ثبت شوې

د بلوچستان په خاران والسوالۍ کې د ګوزڼ پیښه ثبت شوې

ويب ډيسک

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه خاران کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

په کوټه کې د پولیو پر وړاندې د بیړنیو چارو مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې په شاوخوا دوه کلن ماشوم کې یې د پولیو وایرس تایید کړی دی.

اخوا د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د بیړنیو اقداماتو ملي مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې تازه پېښو ته په کتو په سېپټېمبر کې د پاکستان په ځینو ضلعو کې واکسیني کیمپېن کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر اوومه د هغې صوبې په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو او تر دې درې ورځې مخکې د پنجاب د پولیو مخنیوي پروګرام ادارې په چکوال کې د هغې وایرسي ناروغۍ پېښه ثبت کړې وه. دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پنجاب کې د پولیو لومړۍ پېښه وه.

پاکستان کې سږ کال پنځلس د ګوزڼ پیښې ثبت شوې دي

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه