دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور پښتون وايي : په ۱۱ اکتوبر پښتانه خپل عدالت لګوي

منظور پښتون وايي : په ۱۱ اکتوبر پښتانه خپل عدالت لګوي

پښتو جرنل

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د یاد غورځنګ مخکښ غړی او نامتو ځوان شاعر ګیله من وزیر د جنازې په مهال د جنازې ګډون والو ته د وینا پر مهال وویل چې پښتنو سره بلها ظلمونه وشول ، دلته هر کس وواژه هغه که سیاسي وو ، که ښوونکي وو که زده کونکی وو که عالم وو .

منظور پښتون زیاته کړه خو پښتنو سره د ظلم نه د خلاصون لاره نشته خو دوي پریکړه کړې چې په یولس اکتوبر به دوي جرګه راغواړي او دا جرګه به اعلامیه نه خپروي بلکې دا جرګه به پریکړه کوي او پښتانه به خپل عدالت لګوي او دوي به د جرګې کډون والو ته ټول ظلمونه په سکرین ور ښکاره کوي .

منظور پښتون زیاته کړه چې دي به د جرګې لپاره د پښتنو هرې والسوالۍ ته ځي او اولسونه به جرګې ته چمتو کوي .

منظور پښتون وویل چې نور پښتانه دې ریاست سره په دې شرطونه ژوند کولو ته چمتو نه دي په کومه کې چې پښتنو سره ظلمونه کیږي او نورې دسیسې ورته جوړیږي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه