ويب ډيسک
د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی چې ددغه تنظیم د مرکزي کونسل د وفات شوي غړي وتلي شاعر ګیله من وزیر جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې په اسدخیل کلی کې کیږي.
ګیله من وزیر چې په اسلام اباد کې د څو کسانو لخوا په یو برید کې په سر له ګزار خوړلو څو ورځې وروسته تېره شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړې ده، په ټولنیزو رسنیو یې په مړینه د ویر لړۍ روانه ده اؤ زیاتره پښتانه یې د پښتون قام لپاره مبارزې ته پېرزوینې وړاندې کوي.
خو په پاکستان کې دننه بیا قامي مطبوعات په ګیله من وزیر په شوې حمله اؤ وروسته د هغه په مړینه غلي پاتې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي د ګیله من وزیر جسد به نن (پنجشنبه- زیارت) سهار شپږ نیمې بجې له اسلام آباد څخه د یوې قافلې په شکل اخیستل کيږي او د پښتونخوا وطن په بېلا بېلو سیمو له تېرولو وروسته به شمالي وزیرستان ته رسول کیږي.


