لیکنه : جنت ګل ملاخېل
د ماسپښين د لمانځه وخت وو ، شوال په غرونو وریزې ګرځیدلې ، د باران د اورښت وخت هم رانزدې وو ، ځايي خلکو راته وویل چې دلته هره ورځ باران وریږي.
شوال له دنګې ونو نه د بارودو بوی اوس هم را روان وو . خو بارودو د شوال تنکۍ ځوانۍ باندې کومه اغیزه نه وه کړې .
اوس يي هم ښکلا د غرو په څېر له غرور دنګه وه .
مونږ سره سجاد وزیر، هدايت وزیر او امین وزیر وو . دوي له دردونو ډکې د وزير ستان کيسې راته کولې ، وزیرستان څومره دردونه ګاللي هغه هر درد به يي چې را سپیړه د انسان له سترګو نه به د اوبو چینې د رود په څیر بیدې.
مونږ د وزیر ستان کیسو ته غوږ وو چې په شینه فیلډره کې د وطن په درد ځوریدلی ګیلمن له خپلو ملګرو سره سپور راغلی او ودریده .
روغبړ مو سره وکړ لمونځ وخت وو راته ووې ویل چې لمونځ به وکړه بیا به سره کینو مجلسونه سره شریک کړو.
جومات ته نزدې د غره لمن کې له خټې جوړ خټین هوټل وو مونږ هلته ورغلو نور ډېر وزیر ځوانان ناست وو دغو ځوانانو څڼې د شلشمو په تېلو غوړ وو او په غاړو کې له تازه ګلونو جوړ هارونه را ځوړند وو وزیرستاني خولي يي په سر وې .نو فکر مې وکړ چې نړۍ په کومه سترګه ورته ګوري او دوي له ژوند سره څومره مینه لري.
کله چې هوټل ته ور دننه سولو نو ځلمو چې ګلمن ولید نو د ټولو په مخونو خوشحالي راڅرګند شوه په اختر کې یو بل اختر شو هر یوه غاړه په غاړه ستړمس ورسره ورکړ هره يوه هڅه کوله چې په څنګ کې ورسره کیني.
مونږ ته يي چای او پکوړې راوغوښتې د وطن په حالاتو مې مجلسونه وکړ .
پوه يي له حده زیاته وه وې ویل له لسم پورې مې زدکړې کړې خو علم يي له هر چا زیات لاره . په هره موضوع يي لکه د عالم داسې خبرې کولې مونږ ټول ګوتې په غاښو ورته نیولې ناست وو .
د وزير ستان د جګړې کیسې يي په زړونه کې داغونه جوړول . د ځڼغوځو ځنګلونو په هکله يي راته وویل چې څرنګه ځاي خلک يي مجبور کړل او هغه يي دیته اړ کړل چې په بنو کې په بکا خیل کیمپ کې ژوند وکړي هغه کیمپ چې د ګوانتانامو په څېر ده .
غیرتمنې پښتنې څنګه هلته بې پردې دي.
دوي هرڅه ته محتاجه کړل او له غني وطن نه يي وشړل .
د ګلمن هره خبره د وطن په غمه لړلې وو هغه له وطنه سره بې څارې مینه لرله .
کله چې له هوټل نه باندې راغلو نو باران وریده امین وزیر ورته وویل چې ګیلمنه تاسره وو وینو او ستا شاعري وا نورو نو دا به له ميلمنو سره ظلم وي .
امین ماته موبايل په لاس راکړه ووې ویل چې دا به راته ریکارډ کړې چې خوندي وي راسره او په خپله پاڼه به هم د ګیلمن غږ خپور هم کړم .

ګیلمن لومړی خپل نظم پاکستان زنده زمزمه کړو او په زمزمه يي ده شوال شنه غرونه هم ونڅول.
غږ کې يي تاثیر وو انسان غوښتل چې په شوال کې په جګه غونډۍ ناست وي ملګري وي د نړۍ غم نه وي بس ګیلمن وي او د ګیلمن خوږ غږ وي .
وخت په وتو وو مونږ باندې ناوخته هم وو بیرته راتللو خو ګیلمن ډېر راته ټینګ سو چې ځو خپل کلۍ اسد خېلو ته هلته به راسره میلمنه سي ماته د سویلي پښتونخوا ځوانان ډېر خوند راکوي زړه مې غواړئ چې ورسره مجلسونه وکړم مونږ بيا دا راتلو ورسره ژمنه وکړه
خو ژوند له ګیلمن سره وفا ونکړه او تل لپاره يي له نړۍ نه په ډېر کم عمر کې خپلې سترګې پټې کړې او مونږ کله هم چې اسد خیلو کلي ته ورسو نو ګیلمن به نه وي خو د هغه د غږ انګازې به يي په غرونو کې خورې وي .


