سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو

سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو

ويب ډيسک

د ا.ا د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات پای ته ورسېدل او په دې اړه غير رسمي شمېرې ښيي چې سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو.

د طالبانو د حکومت نظامیانو د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات د ۱۴۰۲ شمسي کال د دلوې په مياشت کې پيل کړل چې د ۱۴۰۳ شمسي کال د جوزا د میاشتې په نیمايي کې پای ته ورسېدل.

که څه هم د ا.ا حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول د مني په موسم کې د کرل شویو کوکنارو شمېرې نه دي اعلان کړي، خو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوي خبرپاڼې ښيي چې په دې فصل کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه