دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت د...

ملګري ملتونو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روان میلادي کال له پیله تر ۶ زره او ۸۰۰ ټنو زیات تریاک په افغانستان کې تولید شوي دي.

د دغه راپور له مخې د تیر کال په پرتله روان کال کې د تریاکو تولید اته سلنه زیات شوی دی.

طالبانو ژمنه کړې چې د نړۍ سترګې به ترلاسه کړي چې د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه کوي.

خو شنونکي د افغانستان د اقتصاد بحراني وضعیت ته په کتو سره باور لري چې طالبان بعید د مخدره توکو پراخ عواید له منځه وړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه