دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدمومن خان او شیرینو کیسه او نارې

دمومن خان او شیرینو کیسه او نارې

لیک: ډاکټر لطیف یاد

دپښتو ادب لمنه داولسي او فولکلوریکو کیسو او روایتونو نه شتمنه او ډکه ده او دغه کیسي او نکلونه موږ ته دپخوانیو وختونونه دیوې خولې نه بلې ته په شفاهي بڼه رالیږدیدلي دي .دغه کیسې او نکلونه ځینې په منثوره بڼه او ځينې هم په منظومه بڼه لیکلې شوي دي :

په پښتو ادب کې موږڅو ډوله کیسې او نکلونه لرو :
۱-عشقي کیسې چې بیلګې یې دمومن خان او شیرینو عشقي کیسه ، دفتح خان ( پتې خان) او رابیا کیسه ، دادم خان او درخانۍ ( درخو) کیسه ، دګل مکۍ او موسی خان عشقی کیسه ، ددلۍ او شهۍ کیسه ، دلیلی او مجنون کیسه ، دخشکیار او شاترینې عشقي کیسه ، دسید کمال او ببو جانې کیسه ، دجلات خان او شمایلې کیسه ، دګل او صنوبر کیسه ، دښادي خان او بیبو کیسه ،دسیف الملوک او بدرۍ جمالې کیسه ، دطالب جان او ګل بشرې کیسه ، دظریف خان او مابۍ کیسه .

۲- مذهبی کیسې :چې بیلګې یې دحضرت علي جنګنامه ، دامامانو یا حسنینو کیسه ، دیو سف اوزلیخا کیسه ، .

۳- حماسی نکلونه : چې زموږ دملی اتلانو کیسې پکې دی لکه هو تکنامه دمیرویس خان او ګورګین تر مینځ دجګړو نکلونه ، د غا زي صاحب خان تره کي او انګریزانو جګړې ، دمیوند حماسه ، دمحمد شاه خان بابکرخیل او انګریزانو جګړې ، دایمل خان مومند او مغولو جګړې، او په سلګونو نو ر حماسي نکلونه.
دلته تاسو ته دمومن خان لنډه کیسه او دمومن خا ن او شیرینو نارې راوړمه .

د فوالکلوریکو روایتونو پر بنسټ مومن خان په اصل کې د ماهیپر تر کوتل لاندی د کابل – جلال اباد پر لوی واټ چې کوم کلی پروت دی دا کلی د مومن خان په نوم یادیږی . د دې کلی کرهڼیزی مځکی تر هغه زیارتونو وړاندی پرتې دی چی د مومن خان او شرینو د قبرونو په نوم یاد شوي دي .

د قبرونو د جوړیدلو او رغولو لپاره کار نه دی شوی، خو د هغو دوو غونډیو پر سر د خاورو جوړ قبرونه د هر لاروی د پام وړ ګرځی . د واټ د ختیځ لوری غونډی باندی د مومن خان او د لویدیځی غونډی پر سر د شیرینو قبر دی . همداراز دمومن خان ورانه کلا هم له لیري لیدله کیږي .

مو من خان او شیرینو دوه مینان وو چې وروسته دشیرینو پلار او مور مومن خان ته ورکړه ، خو مومن خان د واده او ولور دپیسو دیپداکولو لپاره هندوستا ن ته ځي او کله چې هندوستان ته رسیږي نوپه هغه ښار کې ښامار دپاچا نه غواړي چې خپله لور ورته ورولیږي څو یې وخوري ، په دې وخت کې مومن خان چې دزرګر ددوکان مخې ته ناست دی ددې خبرې نه خبریږي ځکه دپاچا لور داټپه وایی :

ځوانانو ننګ راباندې وکړئ
پلار مي ظالم دى ما ښامار ته استوينه.

مو من خان دښا مار سره جنګ کوي او ښامار وژني او بیا دهندوستان پاچا ده ته خپله لور ورپه نکا ح کوي . بیا وروسته مومن خان خپل اصلي وطن ته راستنیږي چې خپله پخوانۍ مینه او کوژدنه وګوري نومومن خان دهغې کورته دشپې له خوا په پټه ورځي ، خو دشیرینو ورور پر ته له دې چې دي وپيژ ني هغه دچړو په ګوزارونو مړکوي او په دې توګه دمومن خان او شیرینو ناکامه مینه پای ته رسیږي .
مومن پر لوړه غونډۍ کښېږدئ
چې خواره مور يې همېشه زيارت کوينه.

دلته به بې خایه نه وي چې د دمومن خان او شیرینو هغه نارې هم راوړو چې کله مومن خان هندوستان ته روانیږي نو دغه ټپې یو بل ته وایی:
دمومن خان اوشيرينو ناری !

شيرينو :
تا دسفرموزی په پښوکړي
دزيړو ګلو باغ په چا سپارې مينه

مومن خان :
مادسفرموزي په پښوکړي
دزيړوګلوباغ په خدای سپارم مينه
شرينو :

يارمې سپرېږې روانيږي
په نارنجی مخ مې سيلاب داوښکوځينه
چې دوري ځې خال مې صحيح کړه
دهندوستان دنجونو نشته شنه خالونه
مومن خان :

دهندوستان ولورته ځمه
دهندوستان جونې زماخویندې میندې دينه
دهندوستان ولورته ځمه
دشيرينو ولور په خپل لاسو ګټمه
شيرينو :
چې مومن خان له ماجداشو
بدن مې ريږدې زړه مې صبرنه کوينه
په جدايې سره جداشو
مومنه کله به وصلت سره کوونه
ماجدايې ليدلي نه ده
چې مومن خان رانه جداشو وبه مرمه
مومنه ځه الله دې مل شه
داشينکی خال اوزلفي تالره ساتمه
مسافرې په پوره زړه کړه
خولګئ مې ستاده که زه خاوري شم مينه
ادي راکښينه اور رابل کړه
دمومن خان په وينو سره دې بالښتونه
کرنګه مات دې شه لاسونه
په نيموشپودې مومن خان راوړ له کومه
جانان زما په خولګۍ مړدي
عالمه مه يې لمبوۍچې شهيد شونه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه