ويب ډيسک
د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنی مشورتي کنفرانس، چې د ترکیې پر کوربتوب جوړ شوی و؛ تېره ورځ د یوه درې مخیز پرېکړه لیک پر صادرولو پای ته ورسېد.
په دغه پرېکړه ليک کې له هغو ننګونو او خطرونو څخه د وتلو پر لارو چارو، چې اسلامي امت او بشريت ورسره مخ دی، ټينګار شوى او د دغو ننګونو د حل لپاره د مسلمانانو يووالى او ګډ دريځ غوره کول يوازنۍ مناسبه چاره بلل شوې ده.
په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، استازو او د اسلامي نړۍ عالمانو ګډون کړی و.
د اسلامي نړۍ په دې مشورتي ناسته کې د افغانستان پر استازیتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نورمحمد ثاقب ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنی مشورتي کنفرانس د ترکیې د استانبول ښار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پرانیستل شوی او پرون د درې پاڼیز پرېکړه لیک پر لوستلو پای ته ورسېد.


