دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن پرلت جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي...

چمن پرلت جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.

ويب ډيسک

د بلوچستان ایالت د چمن پرلتوالو پرون چهارشنبې د خپلې جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.

په چمن کې له تېرو ۲۰۹ ورځو راهیسي زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په اعتراض کې پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې د پخوا په شان دې په تذکرې او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د دوی له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.

پرلتوالو د دې لپاره چې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومني، له پرون څخه جرګه رابللې څو دوی ته داسي حللار وړاندیز کړي چې د پاکستان حکومت د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي.

د جرګې یوه مشر مولانا حافظ محمد یوسف پرون رسنیو ته وویل چې جرګه به داسي تګلاره وړاندیز کړي چې د پاکستان له حکومت سره د چمن د زرګونو خلکو ستونزه پرې حل شي.

ټاکل شوې ده چې جرګه نن او سبا هم دوام وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه