سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبی بی سی د افغانستان روښان فکرو د فکر هدیره

بی بی سی د افغانستان روښان فکرو د فکر هدیره

لیکنه: ډاکتر یارمحمد تره کی

کال ۱۹۹۴ وو. د لمړی ځل لپاره پیښور ته راغلی وم. په پیښور کی د بی بی سی دفتر د افغان فرهنګیانو لپاره ښه او تود ځای وو. دا ځکه چی بی بی سی د افغانستان د هری سیاسی لاری روښان فکران د تنخواه په وړاندی جذب کړی وو. ددوی تنخواه که څه هم چی ډيره ټیټه وه خو د نورو خوارو مهاجرو او د شمشتو د کمپ د خلکو د ژوند په وړاندی د باچاهی ژوند وو.

د بی بی سی دغه دفتر لا پخوا کله چی د خلکیانو د ثور انقلاب وشو نو د پروپاګند او خبرونو لپاره په کاری ځای بدل شو . تر ۱۹۹۴ کال چی زه دی دفتر ته د خپلو دوستانولیدلو ته راغلم ډير د قلم خاوندان په دی دفتر کی د کوچنیو میزونو تر شا ناست وو. هیڅ چا د بل سره خبره نه کوله. یو د خلکیانو دښمن بل د مجاهدینو سیال او دریم هم په ناپییلتوب کی ورک افغان روښان فکره او لیکوال وو. دوی ټول د بی بی سی د لسو زرو کلدارو تنخواه ته ناست او د جان بټ (John Butt) برنامی یی سمبالولی.

خبره تر جان بټ راغله. کوم چا جان بټ ته احوال ورکړ چی یارمحمد تره کی راغلی دی . زما تعریف یی هم ورته کړی وو چی هم ښه لیکل کوی او هم ذبردست انځورګر دی. جان بټ چی د نوی کور او نوی ژوند د برنامی انځورونو لپار ه یی انځورګرانو ته ډيره اړتیا وه نو را پسی راغی او زه یی د بی بی سی د انګړ څخه خپل دفتر ته بوتلم. ما ته یی د میاشتی ۲۰۰۰۰ کلداری تنخواه وړاندیز وکړ تر څو همدلته پاتی شم.

زه چی په پیښور کی مساپر وم نو می دا وړاندیز رد کړ خو په زړه کی پښیمانه وم. وروسته د ډیروکلونو پوه شوم چی دا پریکړه یوه ښه او کره پریکړه وه.

چی را وتم نو می د کابل ډیر نژدی ملګری او د کونډي زوی د سریال لیکونکی کاتب پاڅون مخی ته راغی. چی هغه می ولید نو می سترګی رڼی شوی. هسی نور په بی بی سی کی مجاهدین ډير وو او ځینو ما ته برګ برګ هم کتل. خو چی پاڅون می ولید فکر می وکړ چی دا خپل سړی دی.

زه او پاڅون د کونډي زوی په سریال کی بوخت وو. زه د سریال آرټ دایرکتر وم او هغه د سریال لیکونکی او ممثل وو. د ډيرلنډ روغبړ څخه وروسته می د حالاتو او حوادثو پوښتنه تری وکړه. بیا می د بی بی سی د دفتر او د نوی کور نوی ژوند د کار د څرنګوالی پوښټنه تری وکړه. خو سړی هسی ګونګی غوندی وو. د هری پوښتنی په وړاندی به یی پر خوله موسکا راغله او د هغه سره سم به یی د خولی لاړی پر ښونډو را وبهیدلی.

داسی ښکاریدو چی پاڅون ما ته حال نه وایی. کله به یی تر شا کتل بیا به یی د سر په ښودولو د خپلو خبرو مفهومونه تشریح کول.

په پیښور کی هسی هم د جاسوسی او اجنټي ټال خپور وو. د بی بی سی مامورین ځینی د جهاد د کلونو سابقه لرونکی خبریالان او مامورین وو چی آن د ګلبدین حکمتیار او نورو تنظیمی مشرانو سره یی مصاحبی کړی وی. ځینو د افغانستان پر ضد د پروپاګنډی پرودیوسری هم کړی وه.

د مجاهدینو د حکومت په راتګ سره او ددوی د ورور وژنی او خلک وژنی سره ددی ژورنالیستانو سر هم ټیټ وو. دوی ډيری خبری نه کولی او په یوه وخت کی د خپل وجدان، د خپلی تنخواه او د خپلو تیرو پروپاګنډو په لومه کی را ګیر وو.

دا وروسته نسل بیا د خلق دیموکراتیک د حکومت د ماتی څخه راوروسته تښتیدلی روښان فکران وو چی د کابل د راډیو تلویزیون، د رسنیو، او د هنرمندانو د اتحادیی څخه پیښور ته راغلی وو او ما په دی ټول کی ډير پیژندل. دوی هم ډير ساړه او په احتیاط پر لاری تلل. دزړو جهادی ژورنالیستانو او نویو کابلی ژورنالستیانو چلند ماته یو شان ښکاره شو.

ډير ژر پوه شوم چی بی بی سی دوی ته د خلکو سره د خبرو، د دوستانو سره د روغبړ، د خبر او احوال ویلو، د شخصی ژوند په باب د خبرو او د کار د څرنګوالی په باب ډیرمحدود چوکاټ جوړ کړی دی چی د قبر په شان تنګ وو. د دی دفتر څه ناڅه ټول کارونه د یوه کس له خواه پرمخ بیول کیدل چی هغه انګریز جان بټ وو.

جان بټ (John Butt) یو انګریز وو چی په ۱۹۷۰ کی پاکستان ته راغی او بیا د” اسلام د دین په منلو سره !!” د هند دیوبند ته ولاړ تر څو هلته خپل دینی علوم پوره کړی. په ۱۹۸۴ کی یی د دیوبند څخه د امامت درجه واخیستله. خپل نو م یی په جا ن محمد بټ واړاوو او په سوات کی دیره شو.

جان بټ لمړی انګریز وو چی د دیوبند مدرسه یی تمامه کړه. په ورته وخت کی یی د انګلستان د کیمبرج (Cambridge University) په پوهنتون کی د اسلامی علومو لوست هم ورکاوو. د افغان انقلاب سره د جان بټ خولی په غوړو کی شوه او د بی بی سی لپاره یی په ژورنالیستیک کاروبار پیل کړ.

د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ کلونو په ترڅ کی جان بټ د طالبانو د پیدایش په وخت کی په پیښور، کراچی او کویټه کی ډير فعاله وو. د طالبانو د کیسی په نا مه یی یو کتاب هم لیکلی دی. د جان بټ د دیوبندی مدرسی زده کړی او د امامت درجه د بی بی سی ډیرو مامورینو ته نه وه څرګنده. ده هم په دی باب چاته څه نه ویل.

په هر صورت. جان بټ د بی بی سی په جیل کی د افغان روښان فکرو ځای پر ځای کول په ډيره ماهرانه توګه تر سره کړل. داسی د قلم خاوند نه وو چی ده به خبری نه وی ورسره کړی. د هیواد څه د پاسه ۷۰٪ مجبوره مهاجر روښان فکره ، لیکوالان، ممثلین او هنرمندان د جان بټ په لسو زرو کلدارو معاش د بی بی سی په جیل کی وغورځيدل. په هغه وخت کی د بی بی سی دفتر داسی یو حالت درلود چی یو انګریز وو په دفتر کی او نور ټول خوار او مات شوی افغان روښان فکره چی یو دبل سره یی خبری نشوی کړای او آن د خپل کاری میز څخه به بل میز ته نشوای نژدی کیدلای.

دی روښان فکرو هم یو د بل سره ډغری وهلی وی او هم یی ټکری خوړلی وی. دوی د افغانستان د متخاصمو سیاسی ډلو او ګوندونو غړی پاتی شوی وو چی اوس د مجاهدینو په راتګ سره ټول جان بټ ته پناه ور وړی وه.

ددغو روښان فکرو، لکیوالو او ممثلینو هنر او قلم کله د “نوی کور او نوی ژوند” په ډرامه کی او کله د ” پولی ها خواه” په پروګرام کی پکار اچول شوی وو. خبرونه به که رښتیا وواو که درواغ د لیز دوسیت (Lyse Doucet) له خواه راړول کیدل او دی افغان ویاندویانو ته به ورکول کیدل تر څو یی ولولی. چی هرلوری ته به د بی بی سی د توپک خواه وه نو د ی افغان ژورنالیستانو به هماغه خواه ته ډزی کولی.

افغان لیکوال، شاعران او ممثلینو د خپلی مزدوری تر څنګ د هیڅ بل کار اجازه نه درلودله.خو دوی د خپل هنر هنرمندان وو. دوی د پشتو او دری ژبی شاعران وو. دوی د افغانی ادبیاتو نثر لیکونکی وو. حتی په دوی کی لوی عالمان او د طبیعی علومو متخصصین هم وو. خو بی بی سی دوی ته د خپل فکر د ودی، د خپل هنر د څرګندولو اجازه نه ورکوله. دوی د ځینو سیاسی لړیو خواخوږی هم وو.

خو بی بی سی په کور دننه کی د سیاسی خبرو څخه ډير بد وړل. د مامورینو تر مینځ سیاسی خبری بندی وی. سیاسی خبری او پروپاګند یوازی د افغانستان دکلیو او بانډو او ښارونو غریبو خلکو ته وو.

کلونه تیر شول او ما بی بی سی هیره کړه. خو زما په نصیب کی وو چی بیا به ددی اداری انګړ ته ور ننوزم. دا ځل می په لندن کی د بی بی سی انګړ او په دی انګړ کی د افغان روښان فکرو د لیدو نصیب وو. دا ځل می د بی بی سی تر ټولو لویه هدیره ولیدله.

اصول او قوانین هماغه وو چی په پیښور کی وو. جګی خبری، سیاسی شننه، د خپل فکر بیانول او د یوه مستقل دریځ نیول بند وو. د لندن ستودیو د افغانستان خورا ډیر غښتلی ادبی او روښآن فکری څیری را غونډي کړی وی. داسی څیری چی په لمړی سر کی ددوی نوم او برم د هیواد په کلیو او بانډو کی اوریدل کیدو او لویو او کوچنیو دوی پیژندل. خو د کلونو په تیریدو سره دوی هم لکه چینی (بوره) په چای کی ویلی شول.

دوی د بی بی سی عادی مامورین شول. افغانستان و نشوای کړای د بینوا، شکور رشاد، نورمحمد تره کی، رهنورد زریاب، باختری، لایق او حبیبی ځای ډک کړی. زما په یاد دی چی نورمحمد تره کی په ملګرو ملتونو کی ژباړونکی وظیفه درلودله. هلته هم همداسی یو حالت وو. ده به ویل چی د یونو (UNO ) له جیل څخه می ځان خلاص کړ او د نور په دارالترجمه کی می قلم آزاده شو.

ډیر کسان وو چی ددوی څخه د لویو کارونو د کولو، د سترو کتابونو او نویو ادبی شهکارونو د لیکلو تمه وه. خو دبی بی سی جیل ادبی او فرهنګی باستیل دی چی نه یوازی په غریبو هیوادونو کی د پروپاګندو او تبلیغاتو دوړی شیندی بلکه د هر مات او ګوډ هیواد فرهنګی شخصیتونه د ثابتی مزدوری او تنخواه په پلمه د خپل هوډ او عزم څخه باسی. دا کار په عربی، کردی، فارسی، روسی، اردو او نورو سرویسونو کی لا پخوا شوی وو.

ځینی افغان فرهنګی شخصیتونه په همدی جیل کی فرهنګی سا ورکړه او تقاعد ته سوق شول. د ځینو سترګی کار نکوی او ځينی نور د لسیزو روحی او کاری فشار له وجهی د راز راز روغتیایی ستونزو سره مخامخ شول.

خو په دی وروستیو کی ځینو نورو د بغاوت او سرکشی لاره غوره کړه او د خپلی فرهنګی او ادبی آزادی لپاره یی غږ اوچت کړ. بی بی سی چی پوه شوه د بغاوت لاره هواره شوه نو یی یوازی د شعری ټولګو، ادبی لنډو کیسو او د اتڼ او خوشحالی اجازه دوی ته ورکړه.

که رښتیا را باندی وایی لویدیځي رسنی په عمومی توګه دا ډول دی. لس کاله وړاندی می په امریکا غږ کی یوه مخوره ویندویه ولیدله چی له ماشومتوبه یی زما د خبرونو ویل خوښ وو. هغی جګ او دروند غږ او روښانه ادبیات کارول. د کابل راډیو مهم او سیاسی خبرونه به دی ویل. خو چی دی اداری ته راغله نو ددی غږ ورک شو. څو لسیزی تیری شوی او ما دغه میرمن بیا ولیدله.

 

دفتر په یوه لیری کنج کی ناسته وه. تک سپین ویښتان،‎، خواره څيره، د دنیا د مسئلو،د ادبیاتو او فرهنګی هڅو څخه بی خبره او څه نا څه په روحی مرض اخته ښځه می مخی ته و دریدله. اوس د ډيرو خلکو هغه هیره ده . اوس د هغی خپل ځان او خپل غږ هیر دی. د افغانستان د استعداد ، ادب او فرهنګ یو بل نیالګی د امریکا غږ په بڼ کی وچ شوی وو.
دا د افغانستان سره د فرهنګی جګړی یوه بله پاڼه ده.

دغه سپین مرګ ډیر دردوونکی دی. دا ځکه چی د مړ کیدلو لمحی نه یوه دقیقه ڼه یو ساعت بلکه شل، دیرش او یا څلویښت کاله وی. هره ورځ فرهنګی په دی جیل کی مړ کیږی.

هر هیواد او فرهنګ د نورو ارزښتونو تر څنګ د خپل فرهنګی شخصیتونو خیال ساتی. فکر نه کوم چی چارلس دیکینز(Charles Dickens)، جورج آرویل (George Orwell)، جورج ایلیوت (George Eliot) او ویلیام شکسپپر(William Shakespeare) به د تنخواه لپاره بی بی سی او یا کومی بلی استعماری اداری ته د کار لپاره تللی وای. خو دا د افغانستان بله لویه بایله دا وه چی د ځمکی پر سر شتمنی یی د کارتوسو او باروتو په زور د بی بی سی خولی ته ور وغورځوله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه