لیکنه :ډاکتر یارمحمد تره کی
تیر کال مې د ثور د انقلابي پاڅون او د هغه څخه را وتلي ټولنیزو او سیاسي بدلونونو باندې خبرې وکړې.
ددغو خبرو لنډیز دا ډول وو:
انقلاب یعني ستر اوښټ. انقلاب يعنی د عادي حالت ( Status Quo) څخه میلان کول. انقلاب هغه وخت مینځ ته راځي چې ټولنیز او اقتصادي انډول په ټکر کې شي او د ټولنیزو اړیکو انډول ورسره له مداره ووځي.
انقلاب یو ناچاره او مجبوری کیفي تاریخي بدلون دی. په عادي حالاتو کی باید هیڅ انقلاب و نشي. دولتونه باید د ټولنې په بسیا کولو کی خپل عملونه اصلاح کړی او د غوښتنو سره سم د نظام د چوپړ وسایل د خلکو په ګټه سمبال کړي. خو څرنګه چې دا کار نه کیږی نو خلک هم اکثرآ ناراضه وي.دغه نارضایتي کله کله دومره سترې او ژورې شي چې نور نو خلک د زغم توان نه لري. دغه دې چې د ټولنیز انقلاب لپاره شرایط برابریږي.
نو که نظام هم ونشي کړای د خلکو د نارضایتي اوزغم مدیریت وکړي او د هغه په وړاندې بی تفاوتي اختیاره کړي، په دې حالت کې د ټولنیز انقلاب عیني او ذهني شرایط برابریږي او کیفي بدلون مینځ ته راځي.
د تیر په دوام کی
په مخکینیو لیکنو کی مې د ثور د انقلابی پاڅون د د مهمو پیښو، ددی بدلون پر مثبتو او ځینو منفي نتیجو بحث وکړ. ( د تیر بحث د لیدلو لپاره دغه لیک کیښکاږی https://www.facebook.com/yar.taraky/posts/pfbid0838kn14SA48JhnLBP1regC87Z SEBqcCaHDw6dcTzDs1iMRGrvxQvzWMHzv1iqjcFl
د انقلاب د کلیزې په درشل کی شپږمه برخه:
اردو
ولی داردومنسوبین د انقلاب مخکښان شول؟
د ثور پاڅون په درشل کی د افغانستان د اردو مخور صاحب منصبان او خورد ضابطان د دې لوی بدلون د مخورو قوماندانانو او آمرینو په توګه وظیفه اجرا کړه. خو څرنګه چې سیاسي قدرت د سردار داود د رژیم څخه واخیستل شو نو عسکري صاحب منصبان بیرته خپلو مورچو او مفرضو ته ور وګرځیدل بې د دې چې قدرت د ځان لپاره وساتي او یا یي کومه برخه وغواړي.
ولې د افغانستان وسلوال پوځ د امریکې تر تیرې پورې د سیاسي بدلون مخکښان وو؟
ولې دوي د نظام مشرتابه ته وفادار پاتې نشول؟
ددې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره باید څو مهمې خبرې وشي.
عسکري صاحب منصبان د افغانستان تر ټولو لوی قشر وو چی د لوړوپوځي زده کړو لپاره بهر ته واستول شول. دوي مختلفو هیوادونو لکه مصر، شوروي اتحاد، هند، د امریکا متحده ایالات، ترکیه او نورو هیوادونو ته ولاړل.
په دې هیوادونو کی د استوګنځي په نتیجه کی دوي د افغانستان او دغو هیوادونو تر مینځ د ډير ژور اقتصادي او ټولنیز توپیر په باب تر نورو ژر خبر شول.
ځینې وایي چې دغه صاحب منصبان چې په هر هیواد کی وو نو د همدغو هیوادونو د استخباراتو سره یی لاره جوړه کړی وه.
شواهد داسې ښیي چې افغان صاحب منصبان د افغانسان د ډير ژور ټولنیز کړکیچ او خواري څخه تر نورو د مخه خبر شوي وو. نور کسان هم د زده کړو لپاره بهر ته ولاړل. هغوی هم دغه ژور توپیر ولید. خو د هغو توپیر د افغان صاحب منصبانو سره داوو چی ملکي متخصصین د اداری او پوځي صلاحیت نه لرونکي وو، پداسې حال کی چې صاحب منصبان د دولت په ادارې او د قدرت په دالانونو کی ډیر لاسرسي درلود. نو دا لمړۍ فرضیه چې دوي د دوو نړیو د ټولنیز او اقتصادي توپیر تر تاثیر لاندی وو سمه بریښی.
په هر صورت دوي بیرته هیواد ته راستانه شول او په کارونو یی پیل وکړ.
د ظاهر شاه د پاچاهي وروستي کلونه وو. په هیواد کی سوله وه خو په یوه ژوره ټولنیزه او اقتصادي کنده کی پروت وو. سیاسي تجریدِ د ګاونډیو او نړیوالو سره د ضعیفو اړیکو او په هیواد کی د څو کورنیو مجلل ژوند او پاتې ملت خواري مونږ ته د مایانمر(Myanmar ) اوسني هیواد را په يادوي. په افغانستان کې به په کال کی یو یا دوه بهرنی لوړ پوړي میلمانه راتلل. ډیر وختونه به د نړۍ ولسمشرانو یوازې د افغاسنتان څخه د دوي د الوتکو د تیریدلو په وخت یو تیلګرام کابل ته راولیږو. لنډه داچې افغانستان په یوه ژوره سیاسي انحنا او یوه اوږدې چوپتیا کې ژوند کاوو. په دې وخت کې د هیواد یوازینی قشر يعني د اردو صاحب منصبان په دې پوهیدل چې زمونږ هیواد څومره وخت له لاسه ورکوي او څومره شاته پاتې دی.
تر ۱۳۵۱ کال چی د دیموکراسۍ لسیزې نهم کال وو عسکري صاحب منصبانو هڅه وکړه چی د نظام دننه د بدلون لارې چارې ولټوي. دوي پوهیدل چی د ټولواک په وجود کې نور هیواد بدلون نشي موندلی. په دې مسلې لا د ټولواک اکا شا محمود خان هم پوهیدو او خپل وراوره ظاهر شاه یي چټکو بدلونونو ته رابالو. خو ټولواک په آرامه ژوند او ښکار عادت شوی وو. داسې کیسه کیدله چې کله سردار داود د هیواد صدراعظم وو نو په ۱۹۶۰ کال کې پاکستان دکابل پر سیند د وارساک بند جوړ او ګټې ته وسپارو چې څه د پاسه ۵۰۰ میګاواټّه برق یی تولیداوو. ددې افتتاح څخه وروسته د شوروي سفیر د سردار دادود خان دفتر ته ورغی او ورته یی وویل چی د کابل پر سیند تاسو ولی بند نه جوړوئ چې خپل ښار ته برق ورکړئ. سردار ورته را غبرګه کړه چی مونږ نه پیسې لرو، نه تخصص لرو او نه سم مشران لرو چی دا کار وکړی. د شوروي سفیر دغه موضوع خپل هیواد ته مخابره کړه او وروسته د دوو میاشتو یی افغانستان لپاره د دوو بندونو د جوړولو پیسی واخيستلي.
کله چی سردار داود پرکور کښینول شو نو د افغانستان صاحب منصبو ته د نظام دننه د لوی بدلون لپاره ښه پته ور پیدا شوه. ورو ورو د سردار کورته را مات شول. ځینو به د خپلو قطعاتو شکایتونه کول او ځينو به د کلیو او بانډو د وضعیت ناغېړي ورته کولی. سردار هم چی په وطن مین انسان وو او د خپل اخښي او د تره زوی سره داسې جوړ هم نه وو د هیواد وضعیت یی ښه لید خو د وتلو لاره ده ته هم نه وه ښکاره. بالاخره همدا په وطن مین او با احساسه صاحب منصبان وو چی دی یی دی ته اړ ایست تر څو اقدام وکړی.
د سردار داود د ۱۳۵۲ کودتاه چی ده ورته ملی انقلاب ویل رښتیا هم چی د یوه ملی انقلاب لپاره لمړی قدم وو. د خلکو په زړونو کی هیلې را څرګندې شوې. افغانستان ته تر پخواه ډير لوړ پوړي چارواکي را مات شول. په هیواد کی د بدلون او اقتصادي ودې خبرې پیل شوې. تقریبآ ټولو مترقی او ډیموکراتیکو ډلو او ګوندونو لکه د خلق برخه د پرچم برخه د شعله جاوید برخه او افغان ملت ددی نوی بدلون ننګه وکړه.
ډیر ژر صاحب منصبان په ښو وظیفو ولګیدل او د اردو صلاحیت نور هم جګ شو. یوازې جهادي او اخواني ډلو ددی سره سردار په راتګ وسلې ته لاس واچاوو.
خو دغه لمر ډیر ژر ناجوړه شو او په هیواد کی بیا تکه تیاره ولګیده. سردار صاحب د خپل ورور او خپلو ځینو بی تجربه مشاورینو او مرستیالانو په مشوره سیاسي فعالیتونه بند کړل او د ژورو ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو پر ځای یې پر تبلیغاتو او سفرونو تکیه وکړه. دده د حکومت کولو کمه تجربه او احساساتي خوی ددې باعث شو چی ډير ژر په اټکلونو او فیصلو کی پاتې راشي او اشتباهات وکړي. حتی د بهرنیو هیوادونو د مشرانو سره به یي هم د مادون او مامور په توګه چلند کاوو.
تر هر څه بده دا وه چی د هغو صاحب منصبانو خبرې چی ده ته یی د قدرت د نیولو لپاره مرسته کړې وه هم نه اوریدلې. دوي یی ډير ژر له ځانه لیرې کړل او لیرې ځایونو ته یی تبدیل کړل. هر هغه کس چې د اقتصادي او ټولنیزې ودې په باب یی رغنده وړاندیزونه درلودل د خپل ځان څخه وشړل. دخپل دفتر نژدې ملګري یی بهر ته د سفارتونو لپاره ولیږل او ځان یی د يوې وړې آماتوري ډلی په لاس ورکړ.
هغه صاحب منصبان چې د هیواد د پرمختګ او هوساينې خوبونه یی لا د زده کړو په وخت کې لیدلي وو یو ځل بیا نا امیده او سر ټیټي شول.
کره شواهد ښیی چې څه د پاسه ۷۲٪ د خلک ډیموکراتیک ګوند عسکري غړي د ۱۳۵۳ کال څخه بیا تر ۱۳۵۷ کال پورې دې ګوند ته راغلي دي. دا ددې معنا ورکوي چې دوي د سردار داوود د رفورمونو او اصلاحاتو څخه مایوسه شول او د یوه بل بدیل خواه ته یی مخه کړه.
ددې پاڅون بله مهمه بيلګه دا وه چی عسکري صاحب منصبان په پوره توګه د ملکي مشرتابه تابع وو. په نوره نړۍ کې چې کله کودتاوې او انقلابي پاڅونونه کیږي پوځي چارواکې نورو ته د اقتدار صلاحیت نه ورکوي. خو په افغانستان کې داسې نه وو. دا واقعیت ددیي ښکارندوی دی چې وسله وال پوځ د مثبت بدلون په درشل کې وو نه د قدرت د اخیستنې لپاره.
یوه بله مسله چې باید ور باندې خبرې وشی هغه د پوځ اهمیت دهیواد په سیاسي او ټولنیز نظم کې دی.
اوس چې څه د پاسه نیمه پیړی د انقلابی حوادثو څخه تیره شوې ده مونږ په یوه ترخه حقیقت پوه شوو. هغه دادی چې پوځ باید همیشه سیاسي وي او د هیواد کره او لویې ګټي وساتي. د دریمې نړۍ هیوادونو سیاسیون یا ډير ژر خرڅیږي او یا هم د سیاسي ثبات فکر له لاسه ورکوي. په ډيرو حالاتو کې سیاسي شخصیتونه د هیواد د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې ساتي. نو ددې لپاره چی د هیواد ګټي و ساتلي شي لازمه ده تر څو قوي وسله وال پوځ موجود وي آڼ تر دې پورې چې د ملکي قدرت د راپرځولو قوت باید ورسره وي. د ثور انقلاب څخه وروسته د وسله وال پوځ پر سیاسي کولو ډیر کار وشو.
د وسله وال پوځ ونډه په سیاسي پریکړو کې که څه هم چی رغنده وه خو دوي بیا هم د ملکي مشرتابه پوره تابعیت کاوو. د خلک ډیموکراتیک ګوند د نظام د پاشل کیدلو سره سم د هیواد وسله وال پوځ یا دا چی تنظیمي شو او یا هم د سیاست څخه لیرې وساتل شو.
که په ۲۰۲۱ کال کی پوځ د ۱۳۵۷ کال سیاسي شعور او پراخه پوهه درلودلای نو د جمهوریت په تیښته به یی د هیواد واګې په لاس کی اخیستي وای اود یوه پراخ بنسټه حکومت لاره به یی پرانیستي وای.
وروستی خبره داده چی د هیواد راتلونکی وسله وال پوځ باید قوي او په سیاسي لحاظ پوه او د صلاحیت لرونکی وي تر څو د سیاسي مشرانو د ضعف او بې کفایتي په صورت کی رغنده پریکړی وکړي.
د تکړه پوځ مثالونه ډير تیر شوي دي خو تر ټولو آشنا او موجود پوځونه د پاکستان، مصر، میانمر او سوډان پوځونه دي چې ویی کولای شوای د خپلو هیوادونو د سیاسیونو د ناکامی سره د هیواد چاری سمبالې کړی او د حتمی سیاسي سقوط مخه ونیسی.


