لیکنه : ډاکټر یارمحمد تره کی
څلورمه برخه
پنځم – د ښځو د حقوقو د تامین لپاره انقلابی قدمونه
دغه لیکنی چی کیږی نوکټ مټ د ګران هیواد ننی لانجی تر سترګو کیږی. د خلق ډیموکراتیک ګوند او انقلابی نظام تر ټولو مهمه پالیسی د ښځو د حقونو احترام او دوی ته په نظام او ټولنی کی د دوی د حق پر بنسټ ونډه ورکول وو. ددی اصل پر بنیاد د انقلابی شورا اوم فرمان چی په هغه وخت کی د قانون جوړونی ارګان وود ښځو د حقونو یو ډير مهم او تاریخی سند تصویب کړ.
د دی سند پر بنسټ د نجونو ورکول په بدی کی، پر نجونو غیر شرعی ولور اخیستل او بی ددوی د موافقی څخه د نجونو پرورکول بندیز ولګید. مخکی وویل شول چی د کلیو نجونی به د سود په وړاندی ورکول کیدلی. په ډيرو مواردوکی نجونی په بدی کی او یا د ډيرو لږو پیسو په وړاندی خرڅیدلی.د نجونو د ښوونی اوروزنی لړی د انقلاب څخه مخکی یوازی د دربار په ښځو محدوده وه. که څه هم چی د کلیو او بانډو خلکو لپاره نجونی د پیسو اومال تر لاسه کولو لپاره یوه ښه متاع(Commodety ) وی نو ددی نوی قانون په وړاندی مخالفتونه را پیدا شول. خو بیا هم ډیرو مجردو ځوانانو او نجونو ددی فرمان د موادو څخه په وخت ګټه واخیستله. مونږ نن ددی شاهدان یو چی په زرګونو هغه خلک چی د دری څلویښتو کلونو په شاوخواه کی دی د اوم نمبر فرمان د قانون د پلی کیدوپه نتیجه کی او دواده کولو د شرایطو په آسانتیا دی نړی ته راغلی دی. د اوم نمبرفرمان په نتیجه کی ډير ودونه په بدخشان، وردک، تخار، غزنی، بلخ، ننګرهار، هرات او فراه کی شوی دی. په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کال کی اکثریت هغو ځوانانوچی کوژدی یی کړی وی خو د واده توان یی نه درلود ددی فرمان څخه ګټه واخیستله. ددی سره سره د محافظه کارو ملایانو، د خانانو او د ډيرو لوڼو درلودونکو خلکوددغه فرمان څخه خوښ نه وو. ځینو خلکو به ملنډي وهلی چی دادی د نجونو بیه ۳۰۰ افغانی ته را ښکته شوی ده. دولت په دی پوهیدو چی دغه ستر بدلون یوازی په فرمان نه پلی کیږی. نوهما غه وو چی په ښارونو کی یی د ښځو لپاره ددولتی کارونو، معارف او پوهنتونونو ته د داخلیدو فرصتونه ډير کړل. په بل عبارت دولت د ښځو لپاره امتیازات (Incentives ) مینځ ته راوستل. په ټولنه کی هم د ښځو د امنیت او عزت خوندی کیدلو لپاره امنیتی تدابیر ونیول شول. یوه دکاندار او یا پلی سړی به ښځو ته نشوای کتلای اونه به یی کومه خبره کوله. د دوو دریو کلونو په ترڅ کی خلک په بازارونو او کاری ساحو کی د ښځو د پراخ موجودیت سره عادت وکړ اونور نو اکثره خلکو ښځو ته په بده سترګه نه کتل. د ۱۳۵۷ کال څخه را پدی خوا بیا تر ۱۳۷۱ پوری د نظام په چوکاټ کی د دوو سلو زرو څخه زیاتو ښځو کار کاوو. دوی به یوازی د مامورینو په ګاډو کی خپلو وظیفو ته تللی. دوی به په دفترونو کی بی د کوم ټولنیز مزاحمته کار کاوو. ډيرو ښځو د ښوونکیو، انجنیرانو، ډآکترانو، نرسانواو د وسله وال پوځ د کار کونکیو په توګه کار کاوو. په پولیسو (څارندوی) او ملی امنیت کی د ښځینه کارکوونکو شمیر ډير شو. په اردو کی هم ځینی نوی ښځینه کدرونه و منلی شوی. لمړنیو ښځینه پیلوټانو، د پراشوټ سپورتمینانو او د هوایی ډګرتخنیکی ښځینه کارکونکیو په کار پیل وکړ. دښځو له خواه کورنی بودیجی ته د معاش راوړل د کورنیو اقتصادی حالت ښه کړ. په هغه کور کی چی به ښځی او نارینه دواړوکار کاوو ددوی او ددوی د خپلوانو ډوډي به لنده وه. د لمړی ځل لپاره د افغانستان د ملی بس په ترانسپورت کی ښځي د برقی بسونو د چلوونکو په توګه و ګمارلی شوی. دوی خپلی وظیفی په پوره ایمانداری تر نارینه وو چلوونکو په ښه توګه اجرا کولی. په خواشینی سره د جهادی تنظیموپه ر اتګ سره هغه ښځینه چی د برقی بسونو چلوونکی وی ووژلی شوی. ددوی شمیر ۱۲ تنه وو. ډيری نوری ښځي د فابریکو څخه و ایستلی شوی. د تنظیمی حکومت کړه وړه د ښځو په وړاندی د طالبانو اوسنی چلند ته ورته وو. بر سیره پر دی تنظیمونو بیا د ښځو د پټ او عزت خیال هم ساتلو.
د ښځو د حقوقو غورځنګ د خلق ډیموکراتیک د خپلمینځي ناندرو او د شوروی پوځ د یرغل سره سره په چټکه روان وو. د ښځو ننی غورځنګونه او د دولت څخه غوښتنی هغه نیالګی دی چی په تیرو شلو کلونو کی را شنه شول خو ددی نیالګیو دانی د انقلاب په کلونو کی کیښودل شول. په دی کلونو کی ښځي د کورنی د اقتصادی ستنی په توګه را ښکاره شوی. ښځو په اداره او اقتصاد کی هم مهمه ونډه واخیستله. د ډيروتخنیکی او ټولنیزو ادارورییسانی ښځي وی. د ثورانقلابی اوښتون د ښځو د بیا را پاڅيدلو او ویښتیا یو نوی څرک ولګاوو. د ښځو او نارینه وو تر مینځ په ټولنیزو ځایونو کی دښځو د ټولنیز چاپیریال د احترام فضا ټینګه شوه. ښځو ته بد کتل اوبد ویل یو لوی ټولنیز شرم او ملامتی وه. د ګوندپه لیکوکی هم ښځو خپل ځای اومقام درلود. په ځينوځایونو کی به د یوی کورنی غړی ښځه اومیړه په ګوندی او ټولنیزو کارونو بوخت وو. که څه هم چی په کوڅو، اولاروکی د ښځو په وړاندی د غور خبری، کنایی ویل او بد کتل بیا هم تر یوی اندازی موجود وو، خو څرنګه چی د دولت پالیسی د ښځو د شخصیت او حقوقو د دفاع په خواه ولاړه وه نو ښځو ته په ښارونو کی دکاندارنواو پلی خلکو څه نشوای ویلای. تر ۱۳۷۱ کال د هیواد د دولتی ادارو څه ناڅه ۳۰٪ ښځي وی ، په داسی حال کی چی د ښوونی اوروزنی د وزارت نیمایی تشکیل د ښځو څخه جوړ شوی وو. پر دی بر سیره په کلیو او بانډو کی د ملایانو تر څنګ جهادی قوماندانانو هم د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی کاوو. د نجونو ښوونځي یی سوزول او د هغو زده کونکی یی په بدیو ،قمار او یا ولور خرڅولی. د نجونو بایلل په قمار (جوارګری) کی په شمالی ولایاتوکی ډير رواج وو. ډیرو روڼ آڼدو کلیوالو د خپلو لوڼو د روزنی او ښوونځي لپاره ښارونو ته کډه وکړه. ددوی په مینځ کی ډیر د ګوند غړی وو. اکثریت د ګوند غړی په هغه وخت کی د ښځو د حقونو پلویان او مدافعین وو. د ښځو د ښوونی او روزنی په علت ډیر پوه او زده کړیال خلک د کلیوڅخه ووتل اوکلی یی ملایانو او بی سواده خلکو ته پریښود. دغه ویش کلی د افراطیت، تشدد او د ښځو په وړاندی د غیر انسانی چلند په زانګو بدل کړل.
په عمومی صورت سره د خلق ډیموراتیک د ښځو د حقوقو پالیسی په یوه وروسته پاتی ټولنه کی د ټولو مزاحمتونو او مخالفتونو سره سره ډیره ښه نتیجه ورکړه. د افغانستان د ښځو د ویښتیا او مبارزولړي په دي تاريخي مقطع کي ډيره روښانه او د ښو نتیجو وړ څپه وه.
نو!
پنځمه ا و وروستی برخه:
مونږ پتییلی وه چی د ثورانقلاب د متصدیانو د منفی او ناسمو کارونو په باب به څه نه لیکو ځکه دا کار اغیارو ډيرکړی دی.خو مونږ وجدان لروداو دغه لیکنی په فرمایش او د کاروبار لپاره نه لیکو. لازمه مو وګڼله چی پردی خوا هم لږ بحث وکړو.
مخکی ولیکل شول چی انقلاب د مجبوری عکس العمل نتیجه دی.انقلاب هغه وخت مینځ ته راځي چی اوسنی چارواکی نظام د پخوا په شان نشی مدیریت کولای او خلک د پخواپه شان تحمل نشی کولای. د لویو اوښتونو په نتیجه کی د قواوو انډول خراب شی او د قدرت پر غدی داسی کسان هم راتلای شی چی مخکی نه وو آزمویل شوی. په مثبتو مثالونوکی نوی چارواکی د مسولیت په منلو سره ترنوروځلانده او بریالی راووځي او ځينی هم د دی لوړو ژورو زور نلری او اشتباهات پیل کوی. په انقلابی حوادثو کی ډیر ستر کیفی بدلونونه راځی خو ددی تر څنګه ناوړه کارونه هم کیږی. د فرانسی په بورژوا ډیموکراتیک انقلاب کی چی د فیودالیزم پرخلاف یی د پانګوالی نظام ته لاره هواره کړه او د لمړی ځل لپاره یی جمهوری قانون توشیح کړ ،خو بالاخره یی خپل مشران په خپله ووژل. د اکتوبر په ستر انقلاب کی هم د کارګرو او عسکرو په واسطه د پانګوالی او فیوډالی نظام ختم کړای شو او د لمړی ځل لپاره د ځمکی پر سر د کارګرانو او خوارانو نظام جوړ شو خو د کارګرانو په نظام کی ددی انقلاب اکثریت مشرانو اوډیرو کدرونوخپل سرونه وخوړل او له مینځه ولاړل. آیا قدرت د انسان فکری حالت بدلوی؟ آیا د انسان د بدن ادرینالین ( Adrenaline ) ډيروی ؟ آیا انسان د قدرت په وخت کی د لویښت ،غرور، ستر والی او نه فتح کونکی شخصیت احساس کوی؟ کوم انسانان د قدرت د وخت د دغو لانجوڅخه د خلاصون توان لری؟ دقدرت په وخت کی د انسانانو دی سترو بدلونونو لپاره د ژورو انسان پیژندونکی ( Anthropologic ) څیړنو ته ضرورت دی.
د ثور انقلاب په داسی حال کی بریالیتوب ته ورسید چی د خلق ډموکراتیک ګوند د نظام د چلولو لپاره پوره تیاری نه درلوده او ددی هوډ یی هم نه درلود چی د اوښتون په نتیجه کی قدرت تر لاسه کړی. د ټولنی عینی او ذهنی شرایطو سیاسی قدرت د ګوند غاړی ته ورواچاوو. ګوند هم دیوه مخکښ او فعال سیاسی جوړښت په توګه د قدرت لیږد ته تیار شواو په سر کی یی په ښه او چټکه توګه مدیریت وکړ او د نویو بدلونونو لپاره یی لیڅي را ونغښتی. خو ګوند د کمی تجربی په لرلو او دهغه په مشرتابه کی د ځینو ماجرا غوښتونکو د قدرت غوښتنی او د سیاسی زغم او پراخ سیاسی نړی لید د نه لرلو له امله سیاسی را پرزیدنی وکړی.
د ګوند تر ټولو ستری را پرزیدنی په لاندی ډلو ویشلی کیږی:
1. دشخصیتی او خصوصی کرکترونوټکر او د ځینو محدودو مشرانو له خواه شخصی او پاپولیستی موخو ته د فکری او انقلابی موخوپه پرتله اهمیت ورکول.
2. د تیوری او عمل په مینځ کی د انډول د ساتلو لانجه
3. تبلیغاتو او عامه پوهاوی ته کم اهمیت ورکول
4. د ایدیولوژیک بار لاندی دګماتیک (Dogmatic ) اووچ لیدلوری
5. په ځینومواردو کی د ډیموکراتیکو اصولو تر پښو لاندی کول.
6. د قدرت سره آرمانی او خیالی چلند کول.
7. دخلکو څخه د چوپړ په وړاندی ددوی ملاتړ غوښتل. د خلکو د پوهی کچی ته توجه نه کول
8. په ټولنه کی د ملایانو اوآخندانو تاثیر په کمه ارزول
9. د سیاسی جوړ جاړی او تفاهم د غولی نه خپرول
ددی ټولو سره سره د خلق ډیموکراتیک اکثریت مشران د ټولنی تر ټولو پوه او د اعتبار وړ کسان وو. د هر قوم څخه چی به چا په دولت کی لوړی دندی درلودی هغوی به د قوم ،کلی او یا علاقی تر ټولوپوه اومنل شوی کسان وو.د خلق ډیموکراتیک وکولای شول تر ټولو ستر فرهنګی ، علمی او تخنیکی پانګه ټولنی ته وړاندی کړی. خو بیا هم ددی ګوند مشرتابه ونشوای کړای د قدرت انډول وساتی او ډير ژر په ځپلومینځونو کی د انقلاب د کارونو پر مدیریت او ددوی پر ونډی سره وران شول. بهرنی لاسوهنی په تیره بیا د شوروی اتحاد د ګوندی او دولتی مشرانو له خوا او په نظامی لحاظ د امریکی د متحده ایالاتو له خوه د مدیریت حالت نورهم خراب کړ. ددی څیړنی له مخی د ګاونډیو هیوادونو په مالی اونظامی مرستی د هرات بغاوت په انقلابی نظام کی لمړی درز مینځ ته راووست. په عمومی صورت سره د انقلاب په کلونوکی او بیا وروسته د شوروی د یرغل په وخت کی د خلق ډيموکراتیک د یوی او یا بلی ډلی له خواه څه د پاسه شپږ کودتاوی شوی دی چی نوملړ یی لاندی وړاندی کیږی:
د (کودتا) تقریبی نیټه اومسولین اود کود تا نتیجه
1. د ۱۳۵۷ کال د غبرګولی- چنګاښ د کودتا هڅه د ببرک کارمل او د هغه د پلویانو له خواه. نتیجه – ناکامه
2. د ۱۳۵۸ کال د وږی د ۲۶ کودتاه د حفیظ الله امین له خواه . نتیجه – بریالی
3. د ۱۳۵۸ کال د تلی د کودتاه هڅي د خلقی ډلو له خواه چی د نورمحمد تره کی پلویان وو. نتیجه -ناکامه
4. د ۱۳۵۸ کال د مرغومی د میاشت د ببرک کارمل او د شوروی پوځ له خواه کودتاه او د رژیم را پرځول. نتیجه – بریالی
5. د ۱۳۶۸ کال د جنرال شهنواز تڼي تر نامه لاندی کودتایی هڅه. نتیجه – ناکامه
6. ۱۳۷۱ کال د وری-غوایی کودتا د پرچم ډلی له خوا د جنرال نبی عظیمی او نورو په مشری او د قدرت لیږد تنظیمی ډلو ته . نتیجه – بریالی
د ۱۴ کلونو په موده کی د ثور انقلاب مشران په لاندی نیټو کی د هیواد ولسمشری کړی ده:
1. نورمحمد تره کی د ۱۳۵۷ د ثور د ۸ نیټي څخه د ۱۳۵۸ کال د وږی تر ۲۶ نیټي
2. حفیظ الله امین د ۱۳۵۸ کال د وږی د ۲۷ نیټي څخه د ۱۳۵۸ کال د مرغومی تر ۶ می نیټي
3. ببرک کارمل د ۱۳۵۸د مرغومی د ۶ نیټي څخه د ۱۳۶۵ کال د لیندی د ۳ می نیټي پوری
4. نجیب الله د ۱۳۶۵ کال د لیندی د ۴ می څخه د ۱۳۷۱ د وری تر ۲۶ می نیټي.
که څه هم چی نورمحمد تره کی په عامه او تاریخی لحاظه ددوی ټولو د مشر په توګه منل شوی دی خو د قدرت پر غدی د کینستلوڅخه وروسته نورو هم د جلا سیاسی میراث د پریښودلو تکلونه وکړل. ددغو څلورومشر انو د مرګ څخه وروسته ددوی ډیر پلویان بیا هم ددوی پر لاره روان دی او په دوی ویاړ کوی.
که د خلق ډیموکراتیک ګوند د مشرانو ژوند، د مشرتابه شکل او څرنګوالی د هیواد د ټولو وروستنو مشرانو سره پر تله کړو نو کولای شو ووایو چی دغه دوی ډلی خلک د شکل او فکری ژورتیا له مخی ډير توپیر سره درلود. دغه توپیر په ساده شکل سره په څو شخصتی او سیاسی ځانګړتیاوو کی ښیو.
1. نورمحمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، ډاکتر نجیب الله
الف) ساده ژوند ، داخلاقی او مالی فساد څخه لیری والی، کلک ایدیولوژیک انضباط، نه پخلا کیدونکی، د ښو پیروانو او ملاتړ کونکولرونکی، په خپلومینځو کی د تربګلوی اوتقابل لرونکی، په شخصی ژوند کی د لانجو لرونکی، د قلم اولیکوالی سره اړیکی، يه سیاست کی آرمانی چلند
ب) د با استعدادو شخصیتونو تحمل په خپل چاپیریال کی (نورمحمد تر ه کی او ببرک کارمل – هو) ( حفیظ الله امین اوډاکتر نجیب الله – نه)
2. صبغت الله مجددی،برهان الدین ربانی، حامد کرزی، ډاکتر اشرف غنی
الف) تجملی ژوند، د مختلفواخلاقی او مالی فسادونو مجموعی، د مشخصی آیدیولوژی او پالیسی نه لرل، د پیروانو اوملاتړکوونکو نه لرل، په خپلومینځونو کی د پوره تفاهم لرل، د قلم او لیکوالی څخه لیری والی، په سیاست کی پراګماتیک و عملی لیدلوری
ب) د با استعدادو شخصیتونو تحمل په خپل چاپیریال کی (برهان الدین ربانی او حامد کرزی – هو) (ډآکتر اشرف غنی او صبغت الله مجددی – نه)
که د انقلاب تاریخ، حوادثو، اقداماتو او ددی نظام مشرانو او متصدیانو ته یوکره او لڼډ نظر وشی نو ویلای شوچی انقلاب په خپله په افغانستان کی د یوه لوی بدلون باعث وګرځید او بریالی شو. انقلاب د فیوډالی نظام ستنی سستی کړی، په نظام کی یی نوی لوبغاړی ور وپیژندل، او په ټولنیز اقتصادی او مدیریتی بهیر کی یی تاریخی بریالیتوبونه وښودل. په ورته وخت کی د ثور انقلاب متصدیان اومشران د قدرت په ساتلو کی پاتی راغلل او ویی نشوای کړای چی سیاسی قدرت بل ګوندی نسل ته ولیږدوی. ددی ناکامی دلایل ډير اومغلق دی او باید ژوری څیړنی ورباندی وشی. دا د معاصری نړی د محدودو انقلابونو څخه دی چی د بریالیتوب سره سره ستر سیاسی ګوند او مشرتابه ونشوای کړای د خپل قدرت ستنی ټینګی کړی.
د خلق ډیموکراتیک ګوند مشران د ټولو خپلمنځي تربګنیو سره سره په سیاسی لحاظ د هیواد د ورستنیو مشرانو څخه ډير توپیر درلود. دوی ټول د اداری او مالی فساد څخه لیری خلک وو. دوی ټولو ساده ژوند درلود. دوی ټولو په ژوند کی مالی پانګه نه وه ټوله کړی.دوی ټول تر اوسه خپل سر سخته پلویان لری.
د ثورانقلاب عادی غړی اوکدرونه په دی بریالی شول چی د څلویښټو کلونو په ترڅ کی د افغانستان نظام ته په زرګونه ځوانان وروزی چی په دی کی د هغوی اولادونه، خپلوان او شاګردان شاملیږی. د یوی سروی پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کی د افغانستان د نظام د ټیټ رتبه کاریګرو اومامورینو ۶۳٪ د خلق ډیموکراتیک د سیاسی کورنی غړی وو.
پای


