دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاروپایي ټولنه به له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

اروپایي ټولنه به له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

ویب ډیسک

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازې توماس نېکولسن ویلي، چې اروپايي ټولنه به د نړيوالو سازمانونو او غير دولتي موسسو له لارې د افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي ؤ، چې په ۲۰۲۲ کال کې د دغه سازمان له لارې د اروپايي ټولنې مرستې په ۲۷ ولایتونو کې ۴۲۷ زره کسانو ته رسېدلې دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور له مخې، دغه سازمان هغو افغانانو ته چې د دوی په روزنیزو کورسونو کې برخه اخلي، یو میاشت خوراکي کڅوړه یا نغدي مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په روزنیر کورسونو کې برخه‌والو ته د ځانګړو مهارتونو لکه د مېوو او سبزیجاتو کښت او د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې برخه کې روزنه ورکول کیږي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانان د یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ شوي، چې ګن شمېر افغانان د خپل ژوند تېرولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه