یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړيوال بانک : د افغانستان اقتصادي لرليد روښانه نه برېښي

نړيوال بانک : د افغانستان اقتصادي لرليد روښانه نه برېښي

ويب ډيسک

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد په تړاو خپل يو نوي راپور کې ويلي، چې د دغه هېواد اقتصادي لرليد روښانه نه برېښي او تر ۲۰۲۵ کال پورې د اقتصادي رکود خطر موجود دی.

راپور کاږي، چې تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصاد ۲۶ سلنه د انفلاسيون شاهد ؤ او اټکل کېږي، چې د خصوصي سکتور برخه کې ستونزې او د نړیوالو ملاتړ کمووالی به دغه هېواد کې د هر ډول اقتصادي ودې مخه ډب کړي.

نړیوال بانک زياته کړې، له ګاونډ هېوادونو د افغان کډوالو اخراج او وروستۍ طبيعي پېښې به افغانستان کې اقتصادي وضعيت نور هم د ترينګلتيا په لور بوځي.

طالب وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا د دغه راپور په ردولو سره ويلي، چې اوسمهال هېواد کې امنيت تأمين دی، مسؤلين ژمنتيا لري او دا دې معنی ورکوي، چې روښانه راتلونکی په مخ کې لرو.

#Afghanistan #WorldBank #

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه