دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوړو او درملو ملي ادارې د بغلان ولایت سیلاب ځپلیو ته...

د خوړو او درملو ملي ادارې د بغلان ولایت سیلاب ځپلیو ته د خصوصي سکټور مرسته ورسوله

ويب ډيسک

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي؛ نن دوشنبه د غویی څلیریشتمه د دې ادارې چارسمبالي عبدالباري عمر بغلان ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت له والي سره ولیدل او سیلاب ځپلیو کورنیو ته یې د درملو او خوراکي توکو راټوله شوې مرسته وړاندې کړه.
دغه مرسته، چې سلګونه کارتنه بېلابېل درمل، خوراکي توکي، غوړي، د څښلو اوبه، کمبلې، فروشونه او نور د اړتیا وړ توکي لري؛ د دې ولایت مقام ته تسلیم شوه.
د بغلان ولایت مرستیال احمد الله مبارک د خوړو او درملو ملي ادارې له مرستو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې د خوړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي د خصوصي سکټور له تولیدي فابریکو او توریدي شرکتونو له دې مرستې مننه وکړه او د هېواد پر ټولو سوداګرو او خلکو یې غږ وکړ، چې په دې لویه غمیزه کې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي.

# #Afghanistan #Baghlan_Floods #Floods #Aid

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه