ويب ډیسک
د هند د دارو درملو د تنظیم ادارو د دواسازۍ د یو هندي شرکت فعالیت وروسته له هغې درولی چې اوزبکستان کې د دغه شرکت د تولید شویو درملو د کارولو له کبله د ۱۹ ماشومانو مړینې سره یې اړیکې ولیدل شوه.
د اوزبکستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ ۲۹ دسمبر(مرغومي اتمه) اعلان وکړ چې لږ تر لږ ۱۹ ماشومان په سمرقند ښار کې هند د یو شرکت تولید شوي د Dok-1 Max شربت کارولو له کبله مړه شوي دي.
د هند د ماریون بیوتک د شرکت حقوقي استازي په یوې بیانیې کې ویلي چې دغه شرکت د ماشومانو په مړینې خواشینی دی او د دغو درملو تولید یې اوس لپاره درولی دی.
له دې وړاندې ۷۰ ماشومان په یوګانډا کې د ریزش درملو کارولو له کبله مړه شوي و خو د هند میدن شرکت دغه ادعا ګانې رد کړې وې.


