دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبې پوله ډاکټران سازمان: د ښځو پر کار بندیز روغتیایي خدمتونو...

بې پوله ډاکټران سازمان: د ښځو پر کار بندیز روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له خطر سره مخامخوي.

ويب ډیسک

د بې پوله ډاکټرانو سازمان وایي، د ښځو پر کار بندیز روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له خطر سره مخامخوي.

د بې پولو ډاکټرانو سازمان د طالبانو لخوا د ښځو پر کار بندیز غندلی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا پرېکړه افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د تدریجي لرې کولو په مانا ده.

د بې پولو ډاکټرانو سازمان ویلي چې د ښځو له ونډې پرته د خدمتونو وړاندې کول ناشوني دي او پر ښځو بندیزونه کولای شي روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د یوې لویې برخې لاسرسی محدود او له خطر سره مخامخ کړي.

افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو سازمان استازی فیلیپ رېبیرو وايي، زموږ په سلو کې ۵۱سلنه روغتیايي کارکوونکي ښځې دي چې لا هم په کار بوختې دي، خو د طالبانو دغه پرېکړه له عامه ډګره د ښځو شتون د لرې کولو لپاره یو بل منظم ګام دی او د هرچا لپاره زیان رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دې وروستیو کې په ټولو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې پر کار کولو بندیز لګولی چې ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه