دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه وايي :له افغانستانه د منځنۍ آسيا هېوادونو لپاره د سخت‌دريځو ډلو...

روسیه وايي :له افغانستانه د منځنۍ آسيا هېوادونو لپاره د سخت‌دريځو ډلو ګواښ موجود دی

ويب ډيسک

د روسيې د دفاع وزير سیرګي شويګو وايي، چې لا هم له افغانستانه د منځنۍ آسيا هېوادونو لپاره د سخت‌دريځو ډلو ګواښ موجود دی.

شويګو د دغو ډلو د نومونو يادونه نه ده کړې، خو دې وروستيو کې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې له لوري فعاليتونه بيا ډېر شوي دي.

د روسيې د دفاع وزير دغه څرګندونې تېره ورځ (جمعه، د غويي ۷مه) قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا امير خان متقي څو ورځې وړاندې کابل کې يوې ناستې ته د وينا پرمهال ادعا وکړه، چې د افغانستان ۳ ګاونډ هېوادونه د داعش ملاتړ کوي.

#Russia #Afghanistan#

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه