ویب ډیسک
سيګار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راپورونو له مخې د ا.ا حکومت ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا پیسې نه دي ورکړي. یادې ادارې خبرداری ورکړی چې اوسنیو تړونونو ته په پام، د برېښنا صادرونکي هېوادونو د پیسو د نه ورکړې له امله خپله برېښنا بندولی شي.
د افغانستان برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان څخه انتقالېږي.
د سیګار اوسني راپور ته د افغانستان برېشنا شرکت غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې ویلي و، چې د هغو خلکو د برېښنا مزي پرې کوي چې بیلونه نه پرې کوي.
ګڼ شمېر افغانانو ویلي، تر ډېره د روانې بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله نه شي کولای د برېښنا بیلونه ورکړي.


