ویب ډیسک
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخپل کلني راپور کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د یوه حکومت په توګه په رسمیت و نه پیژني.
په دغه راپور کې هغه لاملونو ته اشاره شوې چې له کبله یې “د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه” له خنډ او ځنډ سره مخ شوې چې مهم یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې او کار ته د ښځو نه لاسرسی دی.
راپور کاږي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې داسې فرمانونه صادر شوي چې له ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسنیونونو سره په ټکر کې دي


