دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيراشد خان وايي، افغانستان سره د لوبو لغوه کولو په اړه د...

راشد خان وايي، افغانستان سره د لوبو لغوه کولو په اړه د اسټراليا د کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې ځورولی دی.

ويب ډيسک

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اوريزو لوبو لوبډلمشر او نړیوال ستوری راشد خان وايي، افغانستان سره د لوبو لغوه کولو په اړه د اسټراليا د کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې ځورولی دی.

خان خپلې تازه مرکه کې ويلي، د اسټراليا په دې پرېکړې سره به دی په بېګ باش سوداګريز کرېکټ ليګ کې د لوبېدو په اړه بيا فکر وکړي.

د هغه په وينا، “تاسې (اسټراليا) نه غواړئ چې زما له ملګرو سره لوبه وکړئ، خو خپل ليګ کې زما لوبېدل غواړئ، دا سره څه توپير لري نو؟ يعنې زه خپل هېواد او ملګري پرېږدم؟”.

اسټراليا څه موده وړاندې افغانستان سره د شل‌اوريزو لوبو لړۍ د نه ترسره کولو پرېکړه اعلان کړه او لامل يې ورته افغانستان کې د طالبانو له لوري نجونو او ښځو ته د تعليم او نورو حقونو نقضول ګڼلی ؤ.

افغان کرېکټ بورډ بيا د دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي ؤ، چې سياست او لوبې بايد جلا وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه