ويب ډيسک
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۴ کال اوږدو کې د افغانستان نږدې ۱۶ ميليونه وګړي په بېړني ډول د خوړو له نه خونديتوب سره مخ دي.
دغه سازمان د افغانستان په اړه خپل کلني راپور کې ويلي، چې د افغانستان ډېری وګړي خپلې لومړنۍ اړتياوې، لکه روغتايي خدمتونو، خوړو، څښاک، پوښاک او مېشتېدنه نه شي تأمينولی.
راپور کاږي، چې د هرات زلزلو، طبيعي پېښو او د ګاونډ هېوادونو له لوري د افغان کډوالو جبري اخراج ټول هغه څه دي، چې پر افغان ټولنې يې ويجاړوونکي اغېز پرېښی دی.
دغه سازمان همدارنګه له افغانستانه د خپل هراړخيز ملاتړ په دوام ټينګار کړی دی.
طالبانو لا تر دې دمه د دغه راپور په غبرګون کې رسماً څه نه دي ويلي.


