لیکنه: زرمينه خپلواک
مزاحمتي سیاست هغه هنر دي چې يو انسان ته بحثيت انسان بحثيت قام بحثیت يو مذهب منونکی ده خپل واک او حق غوښتنه ورښي.
مزاحمتی سیاست يو کس ته د حق غوښتنې او خپل واک ترلاسه کولو يو داسې مثبت لار ورښي چې هغه په دې تګلاره يو فرد خپل حق او خپل واک ترلاسه کولی شي که هغه ده يو انسان په حيث وي يو قام په حیث وي يو مذهب منونکي په حیث وي او که خپل ده ذات په حیث وي.
دا يو حقيقت دی چې زموږ پښتني تاريخ کی ښځه په سیاست کی او په ځانګړې توګه مزاحمتی سیاست کې ډېر کمه ليدل شوې ده ،دا دې علتونه که مونږ وګورو که نو دا به ووايم چې فرنګي ده پښتون افغان ده پرمختګ له ويرې نن نه سل (۱۰۰) کله له مخه يوه داسې پاليسي جوړ کړه چې د دې پاليسي سره نن هم موږ مخامخ يو، فرنګي څلوېښت زره جاسوسان د پښتون افغان په خاوره راوستل ،دا جاسوسان څرګنده توګه خو مسلمان ښکاریدل خو په حقيقت کې به د فرنګي جاسوسان وو.
فرنګي خپل په ده مقصد کی هغه وخت کامياب شو چې کله د خپل د جاسوس په ذریعه د غازی امان الله خان په وخت کی د انجونو په مکتبونو بندیز ولګاوه (ده دې ټول تفصيل به تاسو ده بغدادي پیر ناول چې لیکوال ډیویډ جونز دي سخه ترلاسه کړي) په ده کې موږ سره تعليم سياست ژبه کلتور تاريخ پاته شوو او د دې اثر په ځانګړې توګه په پښتون افغان په ښځو پاتې کړل سو موږ دهدا هم ويلی شو چې په يو منظمه منصوبې په تحت پښتنې ښځې د دې ښکار کړل شوې ځکه يو قام ښځه چې ده تعليم او سیاست سخه لری پاته کړل شي نو ټول نسل ده ناپوهي سره مخامخ شي چې ده کم قام ښځه په څلور دېواله کی بندی کړل شي نو هغه به خپل بچي څنګه په دا پوه کړي چې ته يو انسان په حیث ده يو قام په حیث ده يو ذات په حیث کم حقونه لرې او څنګه به ده يو انسان په حیث يو قام په حیث يو ذات په حیث خپل واک ترلاسه کولی شي دغه پاليسی فرنګي يوازې خپل د دور پورا محدود نه وساته بلکې د نیمې وچې د تقسیم پس يي دغه کار ده پنجابي استعمار په لاس ورکړ.
مونږ زیاتره ده خبره اورو چې مور تعليم يافته وي هغې سره به ټول نسل تعليم يافته شي
او موږ سیاسی پوه لرونکي دغه خبره اکثره کوو چې قام بدحالي موږ ته ده درس راکوي چې موږ لپاره تعليم او مزاحمتی سیاست لازم او ملزوم دي.
په د دو مهموو خبرو باندی موږ ته کتنې ته اړتيا ده .
ډیره مهم د چې تعليم او مزاحمتی سیاست څومره چې ده يو زلمي لپاره مهم دي هغې سره زیات يوې پېغلې لپاره مهم دي
ځکه که يوه ښځه تعليم يافته وی نو هغې ټول نسل به تعلیم یافته وی او که ده ښځه ده مزاحمتی سیاست برخه وي نو هتمن به يي ټول نسل په مزاحمتی سیاست پوه وي او هم به يي برخه وي.
که ده يو قام نیمه برخه ښځه چې مزاحمتی سیاست برخه وي هغې ګټه به دا وي چې د دې قام غږ به ده رياست پوره او نړۍ پوره ژر رسي، دې لوي مثال موږ مخی ته ده بلوڅ قام دي هغي مزاحمتي سیاست کې تر دې حده فحال پاته کړل شوې دي چې هغي د خپل شهيدانو جنازې خپل په وږو اخستي وي هغي په هر احتجاج لپاره کمپاین کوي که هغه په ټولنيزه رسنيو کې وي که په ميدان وي او د احتجاج ټول کار زیاتر ده ښځو په لاس کې وي.
که موږ ده هغو مزاحمتي سیاست ته وګورو او خپل مزاحمتی سیاست ته وګورو هغه که بايد په هره ستونزه مباریزه کوي د دوي چيغه زموږ ده چيغه په نسبت ده حکومت ده رياست او ده نړۍ پورې ژر رسيږي
دپيغلو په مزاحمتی سیاست کی برخه اخستلو لومړي لويه ګټه دا ده چې زموږ غږ به هم ده حکومت ،رياست او نړۍ پوره هم داسې رسيږي.
او دویم لويه ګته يي دا ده چې پيغله چې مزاحمتی سیاست برخه پاتی شي نو هغه خپل ټول نسل ته ده آزادۍ تحريک جوړيدو علتونه اهمیت او په دې کی برخه اخستلو احساس پکښې راپارولي شي خپل بچي ته به د ریاست کړي ظلمونه ور په ګوته کړي.
دخپلې ژبې زده کړه به په کوي خپل کلتور به ورشي د خاورې اتلان او تاريخ به ورزدکوي.
د نړۍ پاليسي به ورته بيان کړي هغه ټول چې موږ يي ده کلونو راهسې د ریاست سره غوښتنه کوو چې زموږ نصاب کې د زموږ ژبه تاريخ اتلان شامل کړل شي او هغه يي نه راسره منيراو نه بې راسره ومني هغه ټول به مزاحمتي سیاست کی برخه اخیستونکی مور خپل بچو ته بيان کړي.
بيا چې کله هغه بچی چې مزاحمتي سیاست درس يي د خپلې مور سخه زده کړی وي چې لوی شي بيا به مزاحمتي سیاست مشران ته به ده عاجت پاتې نه شي چې د پېغلو او زلمي ته د وطن شتمنیو په هکله ورته ووايي .
دپېغلې او زلمي به ده آزادۍ تحريک دويم پړاو کې وي او هغه به خپلواکي ترلاسه کولو مباریزه وکړي.
دريمه لويه ګټه د ښځې مزاحمتي سیاست کی برخه اخستلو دا ده چې ټولنه به د برابري په اساس خپل مزل کوي.
.
پېغله به ده ښځې په حیث خپل په حق پوه شي دومره قابله به شی چې خپل زان لپاره خپل حق غوښتنه کولی شي.
موږ به دا فکر د مغزو سره باسو چې سیاست یوازې هغه څوک کولی شي چې پارليمان ته تګ غواړي يا سیاست معنا ټاکنې دي.
موږ که په هره موسسه کې هر يو په هره عهده باندې يو که په کور کی يو موږ که ده حق په څنګ ولاړ يو ده مظلوم لپاره که هغه يو ذات وي که قام وي آواز ورته اوچت کوو نو هغه مزاحمتي سیاست دي
دلته زموږ بدبختي دا ده چې زموږ قام کی ۹۹ سلنه پښتانه خپلې خوندو ته زدکړې نه ورکوي نو هغه به د خپل حق غوښتنه څنګه کوي ..؟
وطنه نور په جوړیدو يي
پښتنې پېغلې دې په ننګ ولاړ دينه


