یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعطامحمد نور وايي قطر دې پر افغان سیاستوالو د پيسو اخیستو د...

عطامحمد نور وايي قطر دې پر افغان سیاستوالو د پيسو اخیستو د تور په اړه سپيناوی وکړي.

ويب ډیسک

د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور په یوه لیک کې د قطر له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې پر افغان سیاستوالو د پيسو اخیستو د تور په اړه دې سپيناوی وکړي.

ښاغلي نور ياد اسناد جعلي بللي او د قطر بهرنیو چارو وزارت ته یې خبر ورکړی، چې دغو اسنادو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت نوم او نښان کارېدلی او دا هېواد یې باید په اړه ګام پورته کړي او په اړه يې وضاحت ورکړي.

څو ورځې وړاندې ایټالیایي رسنۍ GT1 له لوري داسې اسناد خپاره شوي ؤ، چې پر ځینو افغان سیاستوالو یې له قطر هېواده د میلیونونو ډالرو اخېستولو تور پورې کړی ؤ.

عطاء محمد نور د ایټالوي رسنۍ لخوا د ناسمو راپورونو خپرول د رسنیو له قوانینو سرغړونه او د ژورنالیستیکي اصولو خلاف عمل بللی او د یوه لیک له لارې یې د دې رسنۍ له ادارې هم د وضاحت غوښتنه کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه