یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني د ترکیه او سوریه زلزله ځپلو سره غمشریکۍ څرګنده کړې

اشرف غني د ترکیه او سوریه زلزله ځپلو سره غمشریکۍ څرګنده کړې

ويب ډیسک

ولسمشر محمد اشرف غني په ترکیې او سوريه کې زلزله ځپلو سره د غمشريکۍ پيغام کې د قربانيانو کورنيو ته تسليت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا هيله کړې.

ولسمشر غني وايي، “ترکيې او سوريه کې د رامنځته شوې زلزلې له امله ټولو هغو کسانو تسليت ته وړاندې کوم، چې خپل خواخوږي يې په کې له لاسه ورکړي او د ټپيانو او هغو کسانو د بېړنۍ روغتيا لپاره دعا کوم چې د ژغورنې په حال کې دي”.

د ريښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې نن سهار د ترکيې سويل او د سوريې شمال لويديځې څنډې ولرزولې چې له امله يې تر دې دمه د وژل شويو شمېر ۹۱۲ ته رسېدلی او ۵ زره او ۳۸۵ تنه په کې ټپيان شوي.

#TurkeyEarthquake #EarthquakeToday

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه