ويب ډیسک
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شويو شمېر ۹۱۲ ته ورسېد.
د راپورونو له مخې ياده زلزله کې همداراز ۵ زره او ۳۸۵ تڼه ټپيان شوي.
په ورته وخت کې د ترکیې دفاع وزارت ويلي، زلزله ځپلو سيمو ته د روغتيايي او ژغورونکو ډلو د رسېدنې په موخه يې هوايي دهلېز رامنځته کړی دی.
د ريښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې نن سهار د ترکيې سويل او د سوريې شمال لويديځې څنډې ولرزولې چې له امله يې سلګونه تنه وژل شوي.
د راپورونو پر بنسټ، ډېری تلفات واورینو سیمو کې د ودانیو نړېدو له امله رامنځته شوي.


