ويب ډيسک
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د وروستيو پېښو په تړاو د اسرائيلو له لوري پر غزه کې د روانو جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، “د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوو، چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي”.
خبرپاڼه کاږي، “اسرائيلو د نسلوژنې په دوام سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې، چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي”.
طالبانو پر اسرائيلو د ایران د تېرې شپې له بريدونو دفاع کړې او هغه يې مشروع دفاعي اقدامات بللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په منځني ختيځ کې د جګړې د اور پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او تمه ده چې همدا نن امنيت شورا په دې اړه بېړنۍ ناسته وکړي.


