ويب ډيسک
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، اسرائیلو ته د ایران اسلامي جمهوریت ځواب یو دفاعي اقدام او د ایران د ملي حاکمیت د نقض پر وړاندې غبرګون دی.
هغه زياته کړې، د اسرائیلو لخوا غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړیوالو بنسټونو د کارکوونکو او ډاکټرانو په نښه کول په سیمهيیزه او نړیواله کچه د کړکېچ اصلي لامل دی.
عبدالله زیاته کړې، ایران له دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو سره زموږ ګاونډی دی، چې دا مهال د میلیونونو افغانانو کوربتوب کوي او په وينا يې پر ایران به د اسرائيلو هر ډول اقدام او د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز وکړي او د سیمې او نړیوال امنیت لپاره به ناوړه پایلې لري.
ډاکتر عبدالله يادونه کړې، چې “موږ سیمه او نړۍ کې په سولهییز ډول د ناورینونو د حل طرفدار یؤ او له هر هغه اقدامه ملاتړ کوو، چې د کړکېچ کمولو او سولې او ثبات سره مرسته کوي”.
پر اسرائيلو د ایران بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي او ډېری هېوادونو پر دواړو غاړو غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.


