یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکني‏ایا ایران له اسر.ائیل څخه د مخامخ غچ اخیستلو ځواک لري؟

‏ایا ایران له اسر.ائیل څخه د مخامخ غچ اخیستلو ځواک لري؟

لیکنه: روح الله احمدزی

سوریه کې د ایران پر سفارت تر برید یوه شپه مخکې د اسرائیلو په جنوب ایلات  ښار کې د اسرائیلي سمندري ځواکونو اډې پر لور د عراق له خاورې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. د بريد پړه د ايران پلوه ملېشو ټلوالې پر غاړه واخیسته او په سبا یې د اپریل لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د اسرائیلو هوايي برید دغه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه کړه.

په دې چاودنه کې اووه تنه ووژل شول چې په هغو کې د ایران د سپاه قدس ځواک  څو تنه لوړ رتبه چارواکي او افسران شامل دي. په یاد برید کې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د عملیاتو مسؤل جنرال محمد رضا زاهدي، د هغه مرستیال او د سپاه قدس  پنځه نور افسران وژل شوي دي.

زاهدي د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی چې سپاه قدس یې له لاسه ورکوي.

دغه برید د ایران او اسرائیلو تر منځ د اوږدو نانندریو او نیابتي جګړو په درشل کې د یو بل ځپلو نوې حوزه رامنځته کړه او ځکه مهم دی چې پر داسې یو ځای برید شوی چې د نړۍوالو قوانینو له مخې باید له هر ډول تیري‌ او برید څخه خوندي وي. اسرائیلو د قونسلګرۍ په ودانۍ برید کولو سره د ایران خاوره په نښه کړې ده.
بلخوا د ایران مشرانو ویلي چې دا ځل ښايي ایران اسرائیلو ته مستقیم ځواب ورکړي، نه د خپلو نیابتي‌ ډلو له لارې؛ خو د برید څخه د پنځو ورځو ترېدو سره لا د ایران له لوري د غچ اخیستلو برید ندی ترسره شوی.

د ایران رژيم د خپلو سخت دریځو پلویانو اود نیابتي ډلو چې دوی یې ( محور مقاومت) یادوي تر سخت فشار او تېغ لاندې دی. اخوندانو د مخامخ جګړې پر وخت د ایران ځواکونو د وړتیاو او ځواکمنتوب لافې وهلې دي‌ اوس همدا پلویان او ډلې د یو لوی او سمدستي غچ اخیستلو انتظار باسي.

د یادو ډلو دغه غیرعادي فشار او همدارنګه د عامو خلکو په منځ کې د رژیم د پلویانو هیلې، تصمیم نیوونکو اخوندانو لپاره د سختې حیثتي ازموینې شېبې او ساعتونه برابر کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایران به ددې برید ځواب څنګه ورکوي؟

که ایران مخامخ غچ اخيستلو ته تېار شي اسرائيل به خپلې لویې موخې ته ورسیږي‌ او دې ته به لاره پرانيزي چې د نورو متحدو هېوادونو پوځي ځواکونه، په ځانګړې توګه امريکا له ایران سره جګړه ته را کش کړي. په دغه حالت کې، ایا د هر اړخیزې او حتی څو ورځنۍ جګړې لپاره د دواړو خواوو د ځواکونو توازن به متوازن وي؟ ایا د جګړې د دواړو غاړو داخلي ستونزې یو شان دي؟ ایا د جګړې د دواړو خواوو په نظامي ځواکونو کې انډول شته؟

داسې ښکاري چې د مخامخ او هراړخیزې جګړې پیلول د ایران د سیاسي نظام لپاره اسانه کار نه دی. په کور دننه یې عام وګړي اقتصادي بحران له امله ناخوښ دي او ټول سیاسي چارواکي یې هم دا مني او دا کولی شي مسله پیچلې کړي.

په دې اساس باید ووایو چې د تهران اوسنی دفاعي ځواک او ټولې نیابتي ډلې د یوه ستر قدرت له خوا نه، بلکې د یوه سیمه‌ییز لوبغاړي له خوا ننګول شوي دي. همدغه‌ سیمه‌ییز لوبغاړی چې له امریکا سره ژورې اړیکې لري او د تهران او واشنګټن په دښمنانه اړیکو پوهېږي، غواړي له تهران سره په هره شخړه کې امریکا ښکېله کړي. که څه هم امریکا په سیمه کې د تهران پر مرکزونو په برید کې د اسرائیلو لاس خلاص پرې ایښی دی، خو له تهران سره په شخړه کې یې مستقیمه داخلېدل د ایران لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.

د امريکا ارزونه ښايي دا وي چې د تهران له خوا د اسرائيلو پر خاوره د بريد په صورت کې د اسرائيلو د ملاتړ په برخه کې ناکامي به د امريکا د کمزورتيا او د خپلو متحدينو د ملاتړ لپاره د نه لېوالتيا په توګه تعبير شي. د ایران او امریکا تر منځ احتمالي شخړه کولای شي چې د متحده ایالاتو سیمه‌ییز مخنیوی نور هم کمزوری شي او ټول سیاسي او اقتصادي‌ معادلات به د اسرائیلو او امریکا پر ګټو را وڅرخیږي.

بلخوا پر اسرائیلو د حماس  تیر کال د اکټوبر د اوومې نېټې برید وروسته، اسرائیل په دوو جبهو کې په جګړه بوخت دی: په غزه کې د حماس پر ضد او په ټوله سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر ضد. د دغو ډلو تر ټولو ځواکمن ېې حزب الله دی، چې نږدې هره ورځ د اسرائیلو په شمال کې پر ښارونو او پوځي اډو راکټي بریدونه کوي؛ خو دغې ډلې په بشپړه توګه  جګړې ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده. البته د لبنان ډیری اتباع نه غواړي چې هیواد یې په جګړه کې ښکیل شي، او ایران هم نه غواړي‌ خپل خورا اغیزمن نیابتي ځواک له خطر سره مخ کړي.

دغه‌راز اسرائیل هم د لبنان په خاوره د ژورو بریدونه څخه ډډه کړې، ځکه چې د حزب الله لخوا د سخت غبرګون سبب کیږي. تل ابیب د لبنان په جنوب کې بمبارۍ محدودې کړې دي، خو په وروستیو اوونیو کې یې د لبنان د داخلي او د بکا دره چې حزب الله هلته قوي حضور لري، زیات بریدونه کړي دي.

خو اسرائیل بیا د سوریې پر خاوره د برید په اړه دا ډول ملاحظات نه لري، ځکه چې د یوې لسیزې کورنۍ جګړې وروسته، د بشارالاسد رژیم د مقابلې لپاره خورا کمزوری دی، همدارنګه په سوریه کې د ایران په ملاتړ ملیشې او نیابتي ډلې د حزب الله په څیر د پام وړ وسلې او امکانات نه لري. دغه حالت د اسرائیلو لپاره په سیمه کې د ایران ګټې او نیابتي ډلو له منځه وړلو لپاره سوریه بې بدیله د لوبې بدلوونکی هدف ګرځېدلی دی.

اسرائیل په خورا اساني کولی شي ایراني افسران ، د تهران متحد نظامي پرسونل او د حزب الله لپاره د وسلو لیږد کاروان په نښه کړي. د سوریې خاوره د اسرائیلو لپاره د غچ اخیستلو په سیمه بدله شوې ده، او د تیر کال اکتوبر له ۷مې راهیسې، اسرائیلو په لسګونو بریدونه ترسره کړي چې د سپاه قدس ډیری لوړ پوړي قوماندانان یې وژلي دي.

لنډه دا چې اسرائیلو په منځني ختیځ کې وار د مخه ګټونکې لوبه او جګړه پیل کړې ده چې بریا به یې اسرائیل نړۍوال قدرت او  ګیم چینجر په توګه په نړۍوال سیاسي او اقتصادي میدان کې وساتي‌ او ایران به په نږدې راتلونکي‌ کې د رژیم بدلون کوربه وي‌ او د ټولو نیابتي ډلو پرلپسې ماتو شاهد به وي.
دغه‌راز ایران د دمشق برید ځواب یوازې د نیابتي ډلو په مرسته کولی شي اسرائیل ته ورکړي، نه د مخامخ او هر اړخیزې جګړې پرمټ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه