ويب ډیسک
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۵۰۰۰ اوښتی دی. یوازې په ترکیه کې څه دپاسه ۱۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي. د تلفاتو د لا لوړیدو اندیښنې هم شته.
د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې د دوشنبې په ورځ د رامنځ ته شوې زلزلې تلفات وار په وار ډیریږي. ژغورونکې ډلې تر خرابیو لاندې د خلکو لټون کوي او له دې کبله شېبه په شېبه د مړو شوو کسانو شمیر لوړیږي. اوس په دواړو هیوادونو کې د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۵۰۰۰ لوړ شوی دی.
د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو، د دغه هیواد د طبیعي آفاتو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلي دي چې یوازې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۲۳۹۱ ته رسیدلی دی.
د سوریې د روغتیا وزارت د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۲۰۰ ښوولی دی. د یاغیانو تر کنترول سیمه کې د سپین خولیو سازمان د رپوټ له مخې د زلزلې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۱۶۰۰ دی.
تیره ورځ طالبانو هم ویلي ول چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله تر سلو زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو په دې هکله یې ارقام نه دي وړاندې کړي چې څو کسان مړه او څو ټپیان دي.


