ترکیه او سوریه کې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۲۲۴ ته لوړ شوی دی.

0
92

ويب ډیسک

په ترکیه او سوریه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۲۲۴ ته لوړ شوی دی. په دواړو هېوادونو کې لا هم د کنډوالو او خاورو لاندې د ايسارو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال دغه هېواد کې د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې په ډاګه کړې.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې تراوسه په دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۸۷۵۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹۱۳۳ کسان بیا ټپیان شوي دي. په سوریه کې بیا تراوسه د ۲۴۷۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.