ليکنه : شېرعلي باچا
د پښتنو او د هند د آزادۍ غوښتونکو د فشار په نتيجه کښې انګرېز سامراج کوم چې دوهم جنګ عظیم ځپلې وۀ دهند نه وتلو او د هند باره کښې يوې نوې نو آبادیاتی پالیسی اختیارولو ته چمتو شو هغۀ محسوس کړه چې په نوی حالاتو کښې په هند کښې د هغه جسمانی موجودګی تاوان او غیر ضروری ده. د دې اثر و سوچ لاندې هغه د هند د آزادی مشرانو سره په خبرو اترو اوسمجونه پېل وکړو.
د مسلم لیگ او نورو فرقه پرست جماعتونو مینځ ته راتلل هم د دې زنځير کړی دی د مشهور رسوایې زمانه ډيوایډ ایند رول (Divide and Rule) د پالیسۍ د اثر لاندې يې د هند وېش ته حالات سم کړل او په نتيجه کښې يې هند کښې د هند د وېش قانون په دواړو فريقانو ډلو ومنلو. د پښتون ملی آزادی غوښتونکو د کانګرس له خوا د هند د آزادی قانون منظورول له خپلو ملی کتیو څخه د خیانت په توګه تعبیر کړو. هغوی دا نتیجه واخسته چې پښتانۀ دې د خپلودښمنانو يعنې برطانوی واکدارانو د رحم و کرم ته پرېښودلې شو.
د کانگرس له خوا د هند د وېش قانون منل د پښتنو د ملی آزادی تحریک ته خپله بنیادی اولنی غلطی په عملی توګه ثابته کړه او دغه تحريک يې د هغې غلطۍ د کفارې ادا کولو په غرض د بنو د تاریخی غونډې 21 جون 1948ء) رابللو ته مجبور کړو په کوم کښې چې د پښتنو د مکمل آزادی او د یو خپلواک دولت پښتونستان غوښتنه وشوه خو بیا وخت كم وه اوبه د ورخه تېرې شوي وې او مقابله سخته وه د مذهبی جنون ګردونه الوتی و و جنګ چې د سیاست په نورو طریقو پرتشدد د تسلسل او مخکښې بوتلو نوم دی هم ګران وه او هغې له د مخکښې نه تيارۍ نه وې شوی او د عدم تشدد په توبره روزلې شوو او څاربه شوؤ اسونو بیا په نوی حالاتو کښې د جنګ په میدان فوری ترپکې نه شوی وهلې نتیجه دا شوه چې د تحریک دا مطالبه نه چا هغه وخت و منله او نه تر اوسه پورې په پاکستان کښې پښتنو ته یوه خود مختاره صوبه ورکړی شوه پښتانه د هغوی د خوښې خلاف په يو جبری او جعلی ریفرندم په ذريعه په پاکستان کښې شامل اعلان شو.
د پاکستان د جوړېدو نه وروستو د پښتنو د ملی آزادی د تحریک ځنی قوتونه د مسلم لیګ په حکومت کښې شامل او پلویان شو او نور ټول تحریک د باچا خان او عبد الصمدخان په مشرۍ کښې خپل وطنپاله هدف ته رښتونی پاتی شو او د لیګ د حکومت خلاف يې مبارزه کوله البته په دې دوران کښې بعضې بزګرې پرګنو هم د کانګرس د بعضې مشرانو د غلطو پالیسو له کبله په کانګرس باندي خپل اعتبار بایېلو او د تحریک نه بیل پاتې شو.
په 1957ء کښې د پښتنو ملی آزادی غوښتونکی جمهوری تحریک د بلوچو، سندهیانو، بنګالیانو او پنجابیانو د سامراج دښمنه جمهوری تحریکونو سره په نېشنل عوامی پارټۍ کښې په دي غرض ضم شو چې هغه به د نورو قوميتونو سره د ګډې مبارزې د حکمت عملی په عمل کولو سره د خپل وطن ملی واک او د خپل اولس جمهوری واک تر لاسه کړي خو له بده مرغه يوې خوا ته د نورو مليتونو تحريکونو له پښتنو سره د ګډې مبارزې د بریالیتوب تر اخری حده پورې ملګرتیا اونه کړه او بلې خوا ته د پښتنو خپل تحریک د قومی او طبقاتی مسئلې د حل کولو په سوال تقسیم شو.
په دې دوران کښې د پنجابی واکدارانو سامراجی طفیلی ریاست د خپل تشکیل لوړې مرحلې ته داخل شو هغه ملکیت دارې طبقې چې د خپلو ګټو په خاطر یې د خپل ملی تحریک په خلاف د استعمارګرو سره د ملاتړ اعلان کړے وۀ نورې او تړلې شوی او د هغوی د پښتنو د تحریک سبب د دغه طبقو په مراعاتو کښې نوره اضافه وکړه او د دوی په واسطه يې د پښتنو په وطن خپلې پنجې راښخې کړې دير ، سوات باجوړ پرانګ غار او څه نورې علاقې يې ونيولې او د دغه علاقو پاتې لږه ډېره آزادی یې هم ختم کړه.
په دې دوران کښې د پښتنو په تحریک باندې زبردست ګزارونه وشول او استعمارګرو خپلي فوخی چاونی ، تانې او جاسوسی ادارې د پښتنو په ټوله خاوره خورې کړې. پښتانه يې خپلو کورونو بدیو او جګړو کښې اخته کړل او یو لوی تعداد یې د خپلو استعماری مقصدونو د حاصلولو دپاره د کرایې په سپاهیانو کښې بدلېدلو ته مجبور کړل.
د پاکستان د جوړېدو نه پس امریکنی سامراج دلته پښې راوږدې کړې او پنجابی استعمار د عالمی سامراجیانو په مرسته او کومک پښتونخوا سره سره سنده بلوچستان او بنگال په سیاسی معاشی او ثقافتی تو که باندې زيات غلامان كړل.
پښتانه په سرحد او بلوچستان کښې د انتظامی په نوم تقسیم پاتې شول او د پښتون قام او اولس د رابطې او غوښتنې باوجود د هغوی ملی شناحت په ځان نه کړے شو په سیاسی توګه هم پښتانه خپلواک و نه ګرځېدل اقتصادی لحاظ باندي تباه شو . پښتونخوا کښي صنعت د نشت برابر دے تول صنعت تجارت او منډی پنجاب او د کراچی د هندوستانی مهاجرو په ولقه کښې راغلل چې د هغې د ضروریاتو پوره کولو دپاره د پښتونخوا ټول قدرتی او افرادی وسائل په کار راوستلی شی د کومه په نتيجه کښې چې دلته یې روزګاری، غریبی، ولوږه، جهالت او بي تعلیمی عام شوه د لکونو په تعداد کښي پښتانه خواری کښان د روزګار په تلاش کښې در په در خاوري په سرګرځی . به ثقافتی توګه د پښتنو مرۍ نوره خپی کړې شوه د پښتو ژبې د تعلیمی، تدریسی او سرکاری جوړېدلو لارې وتړلې شوی او اردو په پښتو راوتپلې شوه.
اخبارونه رسالې او مېګزينونه د پښتو ژبې يا خو شته نه او که یو اخبار دوه وی هم نو هغې سره د مېرې مور سلوک کیږی بل طرفته د ریډیو ټی وی، اخبارونو او د ابلاغ په نورو ذريعو د اغیارو ژبې مسلط دی او دا بیخی په حکومتی کنټرول کښې ساتلې شی د پښتنو پکښې نۀ نمائندګی شته او نه يې په پالیسو جوړولو کښې برخه شته او د دې په ذریعه د حکمران طبقو سامراجی استعماری، رجعتی توهماتی او زهر ژبې نظريې او خیالات شپه او ورځ خوریږی په دې نيت چې اولس ذهنی غلامان کړی او د جغرافیائی وېش سره سره یې په سیاسی ، ذهنی او کلتوری توګه باندې هم او وېشي او هغې مغالطو له تقویت ورکړی کومې چې دوی پېدا کول ،مضبوطول او خورول غواړی د کومو جرړې چې په پنجاب کښې دی او هم دغلته يې روزنه کیږی. منصوره ،ملتان، لاهور، رايې ونډ او ربوه د رجعت هغه مورچې او مرکزونه دی د کومو نه چې د پښتون او نور محکوم ملتونو د اولس د آزادۍ خپلواکۍ او ملی وحدت دپاره په سرشار ذهنونو پرله پسې د محکومی او انتشار ډزې کیږی سربیره په دې چې د ریاستی ادارو ټول مهم مرکزونه هم د پنجاب استعماری قوتونو پخپل لاس کښې ساتلې دی د دې دپاره چې که څوک په خبرو پوهه نه شی نو په کوتک به سم شی که نه.
په افغانستان کښې د خلق ډېموکراټيک انقلابی ګوند د ثور پرتمين انقلاب راوستولو زړې ټولنې ته يې تغیر ورکړو ،باچاهی جاګیرداری او پسماندګی یې ختم او د لر کولو دپاره په ژور سیاسی، معاشی، تعلیمی او ټولنیز اصلاحاتو پېل وکړو او د افغان وطن د آزادی ملی واکمنی ارضی تمامیت دپاره یې سامراج دښمنه او جمهوری مبارزه پیل کړه د وطن رجعتی قوتونو د دې مخالفت اوکړو او د اندرونی انتشار جوړولو دپاره يې هلې ځلې شورو کړی د کوم په انتظار کښې چې پنجابی استعمارګران پنجابی استعمارگران لا د پخوانه ناست وو او دا يې غوښتل چې د پېښور او کوټې په رنګه قندهار، جلال آباد او کابل اونیسی او د خپلې استعماری حکمرانۍ لاندې راولی يا پرې لکه د شاه شجاع په رنګ یو وطن فروش او طفیلی حکمران کښینوی او د هغۀ په ذریعه د افغان وطن د بې کچه وسائلو لوټ وکړی او د خپلو کارخانو جوړ شوی مالونو دپاره يې يو استحصالی منډۍ کښې بدل کړی چنانچه دوی امریکی سامراج سعودی سود خورو شهزادګانو ، یوروپی سامراجیانو او علاقائی رجعت پسند و د خپل خپل مقصدونو د حاصلولو دپاره په ازاد انقلابی افغانستان یو ناروا او انسانیت سوز جنګ او مداخلت مسلط کړو او د لکونو په تعداد کښې پښتانه ووژل شو خو بهادر افغان فوځ او ننګیالی اولس دوی ته په هر ځان غاښ ماتونکی ګزارونه ورکړل او خپله آزادی يې تر اوسه برقرار ساتلې ده نن پښتنې معاشرې ته تر ټولو غټه مسئله په ازاد او انقلابی وطن کښې د انقلاب د دفاع ده او بله په مستعمره وطن کښې د ملی او طبقاتی آزادی د مسئلو د حل دپاره بنیادی سوال دا پیدا کیږی چې دا مسئلې به څنګه حل کیږی؟ څوک به يې حل کوی؟ په کومو طریقو به حل کیږی؟ د مبارزې شکلونه به يې څه وی؟ د تنظیم ساخت به څنګه وی؟ دا او داسې نور سوالونه دا وخت پښتنې معاشرې ته ورپېښ دی چې د هر باضمیره او باشعوره پښتون څخه د عملی او نظریاتی حل غوښتنه کوی او دا مسئله پرې لاسېوا ده چې د وطن نه بهر به په لکونو پښتون د خپل ژوند او د عزت د تحفظ له مسئلې څخه مخامخ ولاړ دی.
البته هر څوک چې د پښتنې معاشرې د دغه بیان شوی صورتحال په رڼا کښې د پښتنې معاشری سیاسی، معاشی او ټولنیز ژوندانه د بدلون ارزومند وی هغه به په عملی ډول دا فیصله کوی چې د دې سوالونو د حل دپاره په عملی او نظریاتی لحاظ کومه لار خان ته غوره کړی؟ یوه لاره د پاکستان د نورو ملتونو د سامراج دښمنه او جمهوری قوتونو سره په ګډه په یو پاکستان ګیر او شریک تنظیم کښې د مبارزې لار ده او بله لار د خپل وطن پښتونخوا د عام اولس طاقت انحصار کوونکی د یو آزاد سیاسی تنظیم په ذریعه د ملی وحدت ملی شناحت او ملی خلاصون دپاره د مبارزې لار ده.
زما په نظر د پښتون معاشرې دغه ټولې مسئلې او کشالې خوا هغه ملی دی یا طبقاتی او جمهوری تر هغه وخت پورې حل کېدې نه شی تر څو چې پښتانه په خپل وطن کښې د خپلواک ژوندون او جمهوری اقتدار خاوندان نه شی د کوم دپاره چې نن بیا معروضی او موضوعی فضا تر اوسه لاسازګار ښکاری.
یادونه“دا مقاله په عالمی پښتو کانفرنس پېښور کښې په ۱۹۸۶ء کښې واورولې شوه”


