دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان سياسي او اقتصادي عروج و زوال

د افغانستان سياسي او اقتصادي عروج و زوال

لیکنه: مل ترین

پښتون افغان وطن د زرهاو کلنو راهسې د نړۍ پر اقتصادياتو او سياست خورا اړغېزه لرلې ده .

دا په دې وجه چې د پښتنو جغرافيه څه داسې جغرافيه ده چې د غرب لخواه د اوقيانوس له سمندر څخه رانيولې د ټول اروپا بيا ترکي ايران او بيا په شرق کې د چين تر مشرقي بندرګاهانو پورې د خشکۍ د لاري تجارت او د راسې پاسې دار و مدار هم پر دغه جغرافيه باندې منحصر راغلي دي.

همدا ډول په شمال کې د اوسني رشين فيډرشين څخه بيا په جنوب کې د ټول هندوستان سري لنکا ملائيشيا حتى تر اسټريليا پورې د خشکۍ له لارې تجارت همدغه جغرافيه ته ګوري.

د اتلسمي پېړۍ په اواخرو کې که د شمال لخواه روسيانو د افغانستان پر لور مقبوضات پيل کړ نو د جنوب او غرب لخواه بيا انګريزانو د افغانستان پر شاه و خواه دائره راتنګول پيل کړه او په شرق کې بيا د چين سره هم د افغانستان داسې تعلقات پاته نه سوه چې ښه سياسي او اقتصادي پايلي يا نتايج دې درلودلې وائ.

په کال 1869م کې چې کله د سوئز کانال لاره د تجارت لپاره پرانيستل سوه او د اروپا و د ايشيا تر منځ سمندري لارې خورا لنډې کړل سوې دا نو بيا د افغانستان د لارې د خشکۍ د تجارت د لارو په بندې ساتلو کې آخري مېخ ٶ چې ټک وهل سو.

پس له دې نو افغانستان د شمالي شرق او شمال لخواه د روسي اشغالګرو او د غرب و د جنوب لخوا د برطانوي اشغالګرو تر منځ تش د يوې خلا تر حثيت پورې محدود پاته سو او د اقتصاد و تجارت هاغه سرګرميانې چې په نتيجه کې يې د افغانستان سياسي شمله چې د زرهاوو کلونو راهسې نېغ ولاړه وه ټپ وتړل سوې او افغانستان خپل سياسي استقلال نه يوازې دا چې له لاسه ورکړ بلکه د انګرېزانو لخواه دوه ځأيه غوټ پريکړل سو.

نن چې نړۍ د سمندري لارو پر ځاى د خشکي د لارو تجارت کولو ته متوجه سوې ده او يا دا چې د خشکۍ لارو په ډېرو ماناو اهميت موندلئ دئ؛ امکان دئ چې د شرقي ايشيا او يورپ تر منځ ؛ بل لور ته بيا د منځنۍ ايشيا او جنوبي ايشيا تر منځ د خپلي خصوصي جغرافيې له کبله افغان پښتون وطن يو وار بيا هاغه پخوانى اقتصادي او سياسي حثيت پکې تر لاسه کړي خو په شرط د دې چې اول بايد په دې وطن کې د جنګونو مخ ونيول سي.

[او نن سبا يعني په کال 2023م کې که يوه خوا جنګ درېدلی دی خو په افغانستان کې د ولس د ښاري حقونو د غصب کولو ناورين پيل سوئ دی چې نړۍ يې دې ته اړ ايستلې ده چې هغوی خپل سفارتونه وتړي او د دې سيمي سره خپل سياسي او اقتصادي اړيکې رالنډي کړي]

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه