یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکايي رسنیو د ایران له خوا د اسرايیلو پر اهدافو د احتمالي...

امریکايي رسنیو د ایران له خوا د اسرايیلو پر اهدافو د احتمالي برید خبر ورکړی

ويب ډیسک

په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیک ماموریت د اسراییلو له راکټي برید وروسته، چې لږ تر لږه اووه کسان پکې ووژل شول، امریکايي رسنیو په راتلونکې اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د اسراییلو پر پوستو د ورته برید د احتمال خبر ورکړی دی.

سي بي ایس نیوز پرون ناوخته په یوه راپور کې د اسراییلو د بریدونو په وړاندې د غچ اخیستنې لپاره د ایران د چمتووالي خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت به په راتلونکې اوونۍ کې د شاهد ډرون الوتکو په کارولو سره د اسراییلو اړوند اهداف په نښه کړي.

په داسې حال کې چې ایران د اسراییلو پر اړوندو اهدافو د برید لپاره تیاری نیسي، تېره اوونۍ د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دغه هېواد قونسلګرۍ په هوايي برید کې په نښه شوه او تقریباً ویجاړه شوه.

ایراني چارواکو د دغه برید پړه پر اسراییلو اچولې او ویلي یې دي چې پر ایراني اهدافو به هېڅ برید بې ځوابه پاتې نه شي.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت اسراییلو پر غاړه نه دی اخیستی، خو د دغه هېواد ځینو چارواکو نړیوالو رسنیو ته تایید کړې چې دا برید د اسراییلو کار و.

د CBS په راپور کې د اسراییلو په وړاندې د ایران د غچ اخیستنې د احتمال په اړه ویل شوي: امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښیې ایران به احتمالا په راتلونکې اوونۍ کې په دې برید کې لوی شمیر بې پیلوټه الوتکې او کروز توغندي وکاروي.

د ایران اسلامي جمهوریت اسراییلو ته د سخت ځواب خبرداری ورکړی و، خو تر اوسه یې د اسراییلو پر پوستو د برید د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه