پاکستان د حکومت مخالفو بلوڅ وسله والو د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې د دي هېواد د سمندري ځواکونو پر یوه هوايي اډه برید کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هوايي ډګر ته نيږدي د درنو ډزو تبادله او څو چاودنې هم شوې دي.
خو ویل کیږي چې له نښتې او ددي هیواد د امنیتي ځواکونو له غبرګون وروسته نظامیانو ته ورته وسلوال هڅه وکړه چی د تربت هوايي ډګر سیمې ته د ننوتو هڅه وکړئ خو هڅه یی ناکامه شوه .
رسنیو د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله دا هم ویلي چې؛ په دې برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي، خو په دې پېښه کې د هېواد د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.


