ويب ډیسک
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا ټولګی ویلي، چې د پاکستان پلانونه چې د افغان مهاجرینو راباسلو ته دوام ورکړي، د ډیرو مهاجرینو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
دي سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په پاکستان کې دې د پناه غوښتونکو د دوسیو او د دي هېواد د کډوالو د «بیا میشتیدنې» بهیر چټک کړي.
د بښنې نړیوال سازمان په ایکس کې دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو د «ټولو یو ځای» باسلو مخه ونیسي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د کډوالو حقونه خوندي کړي.


