ويب ډیسک
د آسیا خبري شبکې راپور ورکړی چې ټاکل شوې د پاکستان او طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اړیکو د عادي کولو د هڅو د یوې برخې په توګه په کابل کې سوداګریزه غونډه جوړه کړي.
د دي راپور پر بنسټ، پاکستاني سوداګر هم له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول غواړي. ځکه چې دوی دا د دواړو خواوو لپاره د ګټور حالت ښایی.
ټاکل شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم آغا، نن کابل ته راشي او تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي ،وو چې د دي سفر موخه د سوداګرۍ پر مسئلو خبرې کول دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ.


