یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيافغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا پر پریکړې خواشیني څرګنده کړې

افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا پر پریکړې خواشیني څرګنده کړې

پښتو جرنل

افغانستان کرکټ بورډ له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلي او ویلي دي چې افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ د ځنډولو په تړاو خپله خواشيني څرګندوي او ټینګار کوي چې د کرکټ جذبې ته په پام سره باید د کرکټ لوبه او په ټوله کې ورزش له سیاسي نفوذ او ملاحظاتو لرې وساتل شي، ځکه له افغان کرکټ سره د ټولو افغانانو خوښۍ او ولولې تړلې دي.

افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرکټ بورډ شته فشار درک کوي، خو بهتره بولي چې ورته خنډونو او ستونزو ته باید د دواړو کرکټ بورډونو د ګډ کار په‌ پایله کې حل لارې پيدا شي. د افغانستان کرکټ بورډ په دې تړاو له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې کړې وې او له اسټرالیا دولت څخه هم هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د دې لوبې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د یادې موضوع د اعلان پر ځای د حل لارې پیدا کولو او سلا مشورو سپارښتنه کړې وه، خو سربېره پر دې بیا هم اسټرالیا کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړه.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ملي لوبډلې د راتلونکو سفرونو د نوي پروګرام یا FTP برخه ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نهايي کېدو پر مهال پکې په خپله د اسټرالیا کرکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلود او دغه لوبې یې منلې دي.

باید وویل شي چې اسټرالیا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه، چې بیا یې وروستـه په ٢٠٢٣ کال کې هم د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وځنډوله.

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا پر خپل سیال لوري غږ کوي، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د کرکټ لوبې ودې او پرمختګ ته کار وکړي او خپل دولت ته قناعت ورکړي، چې د کرکټ لوبې د ترسره کېدو په وړاندې خنډ و نه ګرځي، د فشار واردولو پرځای د کرکټ ملاتړ وکړي او په هېڅ پلمه باید له افغانانو د کرکټ مینه او خوشحالي وانخیستل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ به د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو سره سم، د کرکټ له نړیوالې شورا، اسټرالیا کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي، ترڅو کرکټ د سیاسي موخو او ملحوظاتو قرباني نشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه