یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامکان شته چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې له افغانستانه بهر د...

امکان شته چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې له افغانستانه بهر د امریکا پر متحدینو برید وشي.

ویب ډیسک 

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ایرېک کوریلا د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې ادعا کړې، چې د دې امکان شته چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې له افغانستانه بهر د امریکا پر متحدینو برید وشي.

ښاغلي کوریلا ویلي، چې دا ډول برید به پر امریکا سخت وي خو پر متحدینو یې امکان شته.

دغه امریکایي جنرال همداراز ویلي چې له افغانستانه یې د پوځونو له وتلو وروسته پر دغه هېواد استخباراتي څار محدود شوی دی خو هڅه کوي دا څار د خپلو استخباراتي ټکنالوژیو په مرسته ډېر کړي.

اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه