ویب ډیسک
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یو ځل بیا د دوو متقاعد جنرالانو په حضور کې غونډه کې کوي.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې پرون سهشنبه د مارچ پنځمه اعلان کړی چې د «ستراتیژیکې ناکامۍ: د بایډن استعفا، د امریکا د جنرالانو او د طالبانو د واکمنۍ» تر سرلیک لاندې به د روان کال د مارچ په ۱۹مه یوه غونډه د مارچ په ۱۹مه جوړه شي.
د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي او د سنتګام پخواني جنرالان دي چې ټاکل شوې د مارچ د ۱۹مې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکا د په بېړه وتلو په اړه څرګندونې وکړي.
د ویلو ده چې په دې اړه مخکنۍ غونډه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په شتون کې وشوه.
له افغانستانه ټول امریکا ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پای کې په داسې ډول ووتل چې ګڼو امریکايي دیپلوماتانو ورته ستراتيژیکه ناکامي بللې ده.


