ویب ډیسک
د افغان سرتېرو ملي ورځ؛ نن چهارشنبه د حوت يا کب نهمه د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي سرتېرو ورځ ده.
د جمهوري نظام له لوري دغه ورځ افغان سرتېرو ته د درناوي په پار ونومول شوه او په دې ورځ د سرتېرو د درناوي په موخه د هېواد ګوټ ګوټ کې غونډې ترسره کېدې، د سرتېرو د قربانیو او مېړانې یادونه به کېدله او سرتېري به د دولتي چارواکو او عام ولس له لوري د ګلانو په ډاليو نازول کېدل.
یو افغان سرتېری په همدې تړاو ليکلي: “موږ اوس نه یؤ خو ناهیلي هم نه یؤ”.
سږکال دا ورځ د امنیتي او دفاعي ادارو یو شمېر پوځیان له افغانستانه بهر نمانځي.
دوی خپله اعلامیه کې ویلي، د دې ورځې لمانځنه د افغانستان د ټولو با عزته قومونو او پرګنو مسؤلیت دی.
تېر کال هم په همدې ورځ دوی په يوې اعلاميه کې ويلي ؤ، “د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري په هېڅ سیاسي، ډلې، حزب، طرف، خاص قوم او اشخاصو پورې تړاو نه لري”.
اعلامیه کې راغلي ؤ، “موږ د افغانستان ملي ګټو، ملي ارزښتونو او د افغانستان د غیور او مېړني ملت سپېڅلو ارمانونو ته ژمن ؤ، يؤ او يؤ به”.


