ویب ډیسک
د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، چې د افغانستان په اړه د دوحې نړیواله ناسته کې د ت.البانو نه ګډون به دوی نور هم منزوي کړي.
ښاغلي جلالي پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، دا چې ت.البان د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي، دا کړنه يې د مخالفو حرکتونو قانوني حيثيت پياوړي کوي.
د ت.البانو د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د دوی د غوښتنو د نه پام نيولو له کبله د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي.
تمه ده، چې د افغانستان په تړاو د دوحې نړیواله ناسته نن او سبا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربهتوب د قطر پلازمېنه کې ترسره شي.


